د زابل د شملزو ولسوالي بېلابېلو سیمو کې د نړیوالو مرستندویه بنسټونو په همکارۍ پر سلګونو اړمنو کورنیو د یوې میاشتې لپاره خوراکي توکي ووېشل شول.
د زابل ولایت مقام یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه مرستې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) په مالي ملاتړ او د ADA مؤسسې په تخنیکي همکارۍ، ټولټال ۱۵۲۴ اړمنو کورنیو ته وېشل شوي.
د خبرپاڼې له مخې، یادې مرستې د شملزو ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې د اړمنو خلکو د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه برابرې شوې وې.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د مرستو د وېش پرمهال هرې مستحقې کورنۍ ته ۵۰ کیلوګرامه اوړه، ۴٫۵۰ لیتره غوړي، ۶٫۲۳ کیلوګرامه دال، ۰٫۵ کیلوګرامه مالګه، د WSB سوپرسریل او د ماشومانو لپاره ځانګړي خوراکي مواد ورکړل شول.
د زابل د اقتصاد ریاست وایي، د مرستو د وېش بهیر د اړوندو اصولو، شفافیت او منظم پلان پر بنسټ ترسره سو.
د یاد ریاست په وینا، هڅه وشوه چې مرستې په عادلانه ډول مستحقو کورنیو ته ورسېږي او د وېش پر مهال له هر ډول بېنظمۍ مخنیوی وشي.
د زابل د اقتصاد ریاست ټینګار کوي چې د بشري مرستو دوام د اقتصادي ستونزو د کمولو لپاره مهم رول لري او یاد ریاست به د مرستندویه ادارو سره په همغږۍ د اړمنو خلکو د ملاتړ لپاره خپلې هڅې روانې وساتي.