د مصر هلالاحمر ټولنې نن دوشنبه، جولای ۲۸مه اعلان کړی چې د دویمې پرلهپسې توګه له دغه هېواده غزې ته له مرستو بار لارۍ روانې شوې دي.
دغه شاوخوا ۱۵۰۰ ټُنه مرستې غزه کې کلابندو اړمنو کسانو ته لېږدول کېږي او د دوی د خوراکي اړتیاو د برابرولو یوه څه بلل کېږي.
العربیه شبکې راپور ورکړی چې دغه لارۍ مصر له رفح بندر څخه د کرمابوسالم او هغه ځایه غزې ته لېږدول کېږي. د مصر هلال احمر پرون یکشنبه هم غزې ته د بشردوستانه مرستو کاروان د لېږد خبر ورکړی و.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د یاد بنسټ په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دې مرستو کې شاوخوا ۱۲۰۰ ټُنه خوراکي توکي او شاوخوا ۸۴۰ ټُنه اوړه او ۴۵۰ ټُنه نورې خوراکي کڅوړې شاملې وې.
د یاد بنسټ په وینا، غزه کې د روان ناورین له پیل راهیسې تر دې مهاله څه باندې ۳۵زره لارۍ مرستې غزې ته لېږدول شوي چې څه باندې ۵۰۰زره خوراکي او نور توکي پهکې شامل دي.
په دې توکو کې خواړه، اوبه، درمل، روغتیايي توکي، پوښاک، وچې شیدې، امبولانسونه او د تېلو ټانکونه هم شامل دي.