Asset 1SWN

سلام وطندار

احمدالشرع دمشق کې له مسیحیانو سره لیدلي

OIP (1)

د سوریې د لنډمهالي حکومت مشر احمدالشرع په دمشق کې د مسیحي ټولنې له مشرانو سره لیدلي دي.

له لیدنې په خپاره شویو  تصویرونو کې د کاتولیک، ارتودکس او انګلیکان روحانیون ګډون لري چې د سوریې له نوي مشر یې، د خپلو حقونو د خوندیتوب غوښتنه کړې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دغه لیدنه پرون سه‌شنبه، د ډسمبر ۳۱مه شوې.

په ورته مهال د فرانسې بهرنیوچارو وزیر ژان نویل باروت سوریه کې د یوه داسې پراخ انتقالي حکومت غوښتنه کړې چې په‌کې د ټولو حقونه خوندي وي.

نوموړي هیله ښودلې چې د سوریې اوسېدونکې به وکولای شي، د خپل برخلیک واک بېرته ترلاسه کړي.

د بشارلاسد په مشري د سوریې حکومت له پرځېدو وروسته نوي حکومت له نړۍ سره د تعامل لاره خپله کړې او تېر ورځ د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر ژمنه وکړه چې په خپل لومړي سفر به سعودي عربستان ته لاړ شي.

د سعودي عربستان بهرنیو چارو وزیر نوموړي ته د سفر بلنه ورکړې. الشېباني وویل چې د نوي کال په لومړۍ اوونۍ کې به یاد هېواد ته سفر وکړي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د نوموړي په وینا، سوریه له خپل ورور سعودي سره په هره برخه کې سټراټیژیکې اړیکې غواړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام