د سوریې د لنډمهالي حکومت ولسمشر احمد الشرع دوشنبه، وږي ۳۱مه د ملګروملتونو د عمومي اسامبلې د کلنۍ ناستې په څنډه کې د امریکا بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو سره کتلي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبرپانه کې ویل شوي چې دواړو لوریو د هغو امریکايي وګړو د موندلو په اړه خبرې وکړې چې په سوریه کې ورکې شوي دي.
همدارنګه د ترهګرۍ پر ضد د ګډو هڅو او د اسراییل او سوریې د اړیکو پر اهمیت هم خبرې شوي او هغه اړیکې چې د سیمې د امنیت په ټینګښت کې اساسي بلل کېږي، پرې ټينګار شوی دی.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د سوریې ولسمشر احمد الشرع چې د یکشنبې ماښام نیویورک ته رسېدلی، ټاکل شوې، د چهارشنبې پر ورځ د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې ته وینا وکړي.
د الشرع سفر داسې مهال کېږي چې د سوریې چارواکو په تازه څرګندونو کې منلې چې له اسراییلو سره د امنیتي توافقاتو په اړه خبرې روانې دي. د دغو احتمالي توافقاتو له مخې به اسراییل له هغو سیمو شاتګ وکړي چې د ۲۰۲۴ د ډسمبر میاشتې راپدېخوا یې نیولې دي.