Asset 1SWN

احمدالشرع نن روسیې ته سفر کوي

AMMAN, JORDAN - FEBRUARY 26: Syrian President Ahmad al-Sharaa arrives at Marka airport on February 26, 2025 in Amman, Jordan. Syrian President Ahmed al-Sharaa is making his first official visit to Jordan since forming a transitional government, following the ousting of Bashar al-Assad in December. (Photo by Salah Malkawi/Getty Images)

ټاکل شوې چې د سوریې د لنډمهالي حکومت ولسمشر احمد الشرع نن چهارشنبه، د کب اتمه، د یوه رسمي سفر په ترڅ مسکو ته لاړ شي.

نوموړی به د یاد سفر پرمهال د روسیې ولسمشر ولادېمیر پوتین سره وویني او د بېلابېلو موضوعاتو په اړه به خبرې وکړي.

د کرملین په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دواړه لوري به د دوه اړخیزو اړیکو د پرمختګ او د منځني ختیځ د روان وضعیت په اړه خبرې وکړي.

الشرع مخکې هم، د ۲۰۲۵کال د اکتوبر په ۱۵مه، مسکو ته تللی و او د کرملین په ماڼۍ کې یې له پوتین سره لیدلي و.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د بشارالاسد د نظام له نسکورېدو وروسته، دمشق د الشرع تر مشرتابه لاندې له مسکو سره دوستانه اړیکې پیاوړې کړې دي.

روسیه هڅه کوي د سوریې په طرطوس بندر او حمیمیم هوایي اډه کې د خپلو پوځي مرکزونو راتلونکې خوندي کړي چې دا دواړه د روسیې یوازیني بهرني پوځي مرکزونه دي.

مخکې له دې سفر څخه، د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د سوریې د حاکمیت او سیمه‌ییزې بشپړتیا درناوی کړی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام