Asset 1SWN

سلام وطندار

د جوزجان قوش‌تېپې او درزاب ته د برښنا رسونې پروژې تړون لاسلیک شو

G81jA_GbAAEC5IQ

د جوزجان ولایت قوش‌تېپې او درزاب ولسوالیو ته د برښنا رسونې پروژې تړون د ریاست‌الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په حضور کې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې لاسلیک شو.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت نن (سه‌شنبه، جدي ۲) پر اېکسپاڼه لیکلي دغه تړون د اوبو او برښنا وزارت او د «ستیت کارپس» خصوصي شرکت ترمنځ لاسلیک شو.

اقتصادي معاونیت ویلي چې په دغه پروژه شاوخوا یو میلیارد او ۸۸۶ میلیون افغانۍ لګښت راځي چې چارې به یې په درېیو کلونو کې بشپړې شي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


په دې پروژه کې د ۸۵.۲۴ کیلومترو په اوږدوالي د ۲۲۰ کیلوولټ برښنا مزي غځول، په قوش‌تېپې او درزاب ولسوالیو کې د دوو سب سټېشنونو او دوو توزیعي شبکو جوړول شاملیږي.

د یادې پروژې د چارو په بشپړېدو سره به ۴۷ زره کورنۍ له برښنا برخمنې شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام