Asset 1SWN

کندهار کې له ۴۵ کلونو وروسته دوه تولیدي کارخونې فعاله شوې

IMG-20240731-WA0096

کندهار کې چارواکي وايي چې دغه ولایت کې له ۴۵ کلن ځنډ وروسته، د رخت او وړینو توکو دوه تولیدي کارخونې بیافعالې شوې دي.

دغه ولایت کې د رخت اوبدلو فابريکې ریيس محمد‌سليم صابر سلام‌وطندار ته وویل، دغه کارخونه کې دامهال شاوخوا ۳۰۰۰ ماشينونه موجود دي، خو یوازې ۴۰۰ یې، فعاله دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د هغه په وینا، یاده کارخونه کې عامې روغتيا وزارت ته د یو لړ روغتيايي توکو ترڅنګ، د دفاع او کورنيو چارو وزارتو او استخباراتو رياست ته د نظامي جامو رخت تولیدوي.

نوموړي وویل: «یاده تولیدي کارخونه په کال کې د «۶۶۹۲ » ټنه مالوچو د پروسس  وړتیا لري او ۴۰ ميليون متره ټوکر توليدولی شي.»

د نوموړي په وینا، که نور وزارتونه او ادارې ورسره قراردادونه وکړي، پاتې ۲۶۰۰ ماشينونه به هم فعاله شي چې ورسره به ۱۲زره کسانو ته د کار زمينه برابره شي.

له دې سره، د وړینو توکو کارخونې مسوولان بیا وايي، له وطني، بهرني او مصنوعي وړيو او منسوجاتو د غاليو تار، پټو، شال، توس، شړۍ او نور توليدات لري چې د کيفيت له مخکې کم‌ساري دي.

د هغه په وینا، دغه کارخونه کې ۶۴ ماشينونه موجود او فعال دي چې په کال کې د زر ټُنه پنبې د پروسس او یو ميليون متره رخت د توليد وړتیا لري.

د وړینو توکو د تولید کارخونې مشر مولوي موسی کلیم جهادوال وویل: «که ټول ماشينونه په فعاليت پيل وکړي، په ۲۴ ساعتونه کي ۱۸۰۰ کسانو ته په‌کې د کار زمينه برابرېږي.»

د کندهار یوشمېر اوسېدونکي د یادو کارخونو فعالیت ته خوښ دي او له مسوولانو غواړي چې لاډېرې کارخونې فعاله کړي.

محمدنبي وویل: «دا ډول ډېري کارخونې باید ډېرې شي، ځکه دلته شل ګاله جګړه تېره شوې، ډېری ځوانان بې‌کاره دي، که داسې کارخونې فعاله شي، ډېرو خلکو ته به کار پیدا شي..»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

 کندهار کې د تار او وړینو توکو فابريکې په ۱۳۵۴ کال کې تاسيس شوي چې د کورنيو جګړو له کبله یې فعاليتونه دريدلي وو، خو اوس یې بیا ځلي لمُړني تولیدات پیل او د بشپړه فعالیدو لپاره یې هڅې روانې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام