Asset 1SWN

ویتنام کې د «افریقايي خوګ تبې ناروغي» په پراخېدو ده

خوګ

د ویتنام دولتي رسنیو راپور ورکړی چې دغه هېواد کې د «افریقايي خوګ تبې» پېښې په پراخېدو دي او د دوو اوونیو پرمهال پر دې ناروغي د اخته خوګانو شمېر درې برابره لوړ شوی دی.

د تیان‌ فونګ ورځ‌پاڼې د راپور له مخې، تراوسه دغه هېواد کې د روان کال پرمهال د یادې ناروغي  ۹۷۲ پېښې ثبت شوي چې یوازې ۵۱۴ پېښې

د ویتنام د څارویو د ټولنې رییس نګوین شوان دونګ وویل: «دا تبه په ډېره لویه کچه خپره شوې چې په ټول هېواد کې خبره شوې، د څارویو صنعت، په ځانګړې توګه د خنزیر د غوښې عرضه په جدي توګه اغیزمنه کړې ده. هغه زیاته کړې چې هېڅ ولایت د دې ناروغۍ څخه خوندي نه‌دی.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د افریقا د خنځیر تبه د کلونو راهیسې د خوګ نړیوال بازار ګډوډ کړی دی.

د ۲۰۱۸-۱۹ کلونو په اوږدو کې د بدترینې ناروغۍ په ترڅ کې د کورني خوګ نفوس شاوخوا نیمایي په چین کې له‌منځه تللی چې د نړۍ ترټولو لوی تولېدونکی هېواد دی او له امله یې، د ۱۰۰ میلیارډ ډالرو څخه ډېر زیانونه اټکل شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام