Asset 1SWN

سلام وطندار

له ایرانه د افغانانو اېستل؛ یوازې پرون ۱۷زره کسان راستانه شوي

د هرات ولایت اسلام‌کلا بندر کې له ایران بېرته راستانه شوي افغانان چې د ستړیا له امله تر شنه او ګرم لمر لاندې ویده دي. عکس کبرا سالاري، سلام‌وطندار خبریاله

کابل – جمعه، د چنګاښ ۲۷مه : د کډوالو ستونزو ته د رسیدګۍ کمېسیون د معلوماتو له مخې، پرون پنج‌شنبه (۲۶ چنګاښ) له ایران څخه له ۱۷زرو زیات افغانان د هرات او نیمروز له پولو څخه افغانستان ته بېرته راستانه شوي دي.

د دغه کمېسیون د معلوماتو له مخې، ۱۳٬۵۳۳ کسان د اسلام‌‌کلا له لارې (په هرات کې) او ۳٬۹۴۳  کسان هم د ورېښم پله له لارې (په نیمروز کې) راستانه شوي دي.

دغه کمېسیون زیاتوي چې ۲٬۷۸۱ راستانه شویو کورنیو ته چې پرون له ایرانه راغلي، د ۲۲ میلیونه او ۷۷۰زره افغانیو مرسته ورسره شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د افغان کډوالو جبري اخراج له پاکستانه هم لاروان دی.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


په دې وروستیو اوونیو کې، د افغان کډوالو جبري ایستل، په ځانګړې توګه له ایرانه، نړیوالې اندېښنې راپارولې دي.
نړیوالو بنسټونو، په تېره بیا د ملګروملتونو سازمان، خبرداری ورکړی چې بشري ادارې د راستانه شویو افغانانو د اړتیاوو پوره کولو ته کافي چمتووالی نه‌لري.

ملګري ملتونه د جبري ایستلو غندنه کوي او له کوربه هېوادونو غواړي چې کډوالو ته د داوطلبانه، باعزته او خوندي ستنېدو شرایط برابر کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام