د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله به نن (سهشنبه، د سلواغې۱۴مه) د اسیا د ملتونو جام سیالیو په لړ کې په خپل څلورمه لوبه کې د جاپان د فوټسال ملي لوبډلې پر وړاندې میدان ته ښکته شي.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون د خپلې رسمي فیسبوکپاڼې له لارې اعلان کړی چې دا لوبه به نن له غرمې وروسته په ۲:۳۰ بجې ترسره شي.
یاده سیالي د اندونیزیا په پلازمېنه جاکارتا ښار کې وشي چې د دې پړاو د سیالیو کوربه توب کوي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې تر دې وړاندې په خپلو درېوو لوبو کې ښه ځلېدلي او د سعودي عربستان او مالیزیا ټیمونو ته یې ماتې ورکړې، خو د ایران پر وړاندې یې لوبه وبایلله.
د فوټسال مینهوال هیله لري چې د افغانستان ملي لوبډله به د جاپان پر وړاندې هم ښه لوبه وکړي او د سیالیو په دوام کې به مهم امتیازونه خپل کړي.