Asset 1SWN

د افغانستان د کرېکټ بابا «رضاخان کاکا» ومړ

WhatsApp-Image-2018-06-04-at-18.54.49

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې مینه‌وال او د «کرېکټ بابا» رضاخان کاکا د ورپېښې ناروغۍ له امله ساه ورکړه.

رضاخان کاکا له نږدې یوې اوونۍ راهیسې د ورپېښې ناروغۍ له امله روغتون کې بستر و او سه‌شنبه، جولای دویمه، د همدې ناروغۍ له امله ومړ.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د کرېکټ ګڼ‌شمېر مینه‌والو او لوبغاړو ترڅنګ د افغانستان کرېکټ د نوموړي د مړینې له امله خواشیني ښودلې.

د افغانستان کرېکټ بورډ پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي: «له شک پرته، رضاخان کاکا به همېشه پر نړیوالو لوبغالو او د هېواد دننه افغان اتلان هڅول او په هر حالت کې به یې د دوی ملاتړ کاوه چې ټولو کارکوونکو او لوبغاړو هم ورسره ځانګړې مینه درلوده او درناوی به یې کاوه.»

د افغانستان کرېکټ بورډ تیره اوونۍ د خپل فیس بوک په رسمي پاڼې کې د رضا خان کاکا د ناروغۍ خبر ورکړی و او له هېواد‌والو یې د هغه د روغتیا لپاره د دعا غوښتنه کړې وه.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

رضاخان کاکا د پکتیا اوسېدونکی و او وروسته تر هغه یې د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې سره یې، مینه پیدا شوه چې په عربي متحده اماراتو کې یې د ملي لوبډلې یوه لوبه ننداره کړه.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام