Asset 1SWN

افغانستان نن بنګله‌دېش سره لومړۍ ۵۰اوریزه لوبه ترسره کوي

افغانستان کرکټ بنګله‌دېش

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله نن چهارشنبه د بنګله‌دېش پر وړاندې د یو ورځنیو لوبو لومړۍ لوبه ترسره کوي.

دغه لوبه نن مازیګر ۴:۳۰ بجې د متحده عربي امارتو په ابوظبۍ کرکټ لوبغالي کې پیلیږي.

دواړه لوبډلې به دویمه یو ورځنۍ لوبه را روانه شنبه او درېیمه هم د راتلونکې سې‌شنبې په ورځ ترسره کړي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


بنګله‌دېش کرکټ لوبډله له پنځوس اوریزو لوبو وړاندې د دریو شل‌اوریزې لوبو لړۍ هم ګټلې چې ورسره د افغان کرکټ لوبډلې په کمزورو او خرابو لوبو کولو د افغانانو نیوکې هم ډېرې شوي.

د یادونې ده چې د افغانستان کرکټ لوبډله به روانه اوکټوبر میاشت کې زیمبابوې سره هم ٣شل‌اوریزې او یوه ټسټ لوبه ولري.

د دواړو لوبډلو ترمنځ یوازېنۍ ټېسټ سیالي به د اکټوبر په شلمه نېټه پیل شي چې ورپسې به د همدې میاشتې په ۲۹مه، ۳۱مه او د راتلونکې نومبر میاشتې په دویمه نېټه درې شل اوریزې سیالۍ ترسره شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام