د پاکستان په کوربهتوب د اتلانو جام روانو سیالیو په لړ کې نن چهارشنبه، کب اتمه، د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله له انګلستان سره سیالي کوي.
دغه سیالي د یاد جام له بي ګروپ څخه کېږي او ټاکل شوې نن ۱:۳۰ بجې د پاکستان د لاهور ښار په قذافي لوبغالي کې پیل شي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
افغانستان له دغه ګروپ څخه خپله لومړۍ لوبه سوېليافریقا ته بایللې او نن به هڅه وکړي چې دغه جام کې خپله لومړۍ لوبه وګټي.
افغانستان او انګلستان له ۲۰۱۵ کال راهیسې تر دې مهاله یوازې درې یو ورځنۍ نړیوالې لوبې کړي چې افغانستان یوازې یو ځل انګلستان ماته کړی دی.
انګلستان بیا دوه ځلې افغانستان ته ماته ورکړې ده.
انګلستان د اتلانو جام روانو سیالیو کې بیا تر دې مهاله یوه لوبه کړې چې اسټرالیا ته یې، بایللې ده.
په بي ګروپ کې سوېليافریقا او اسټرالیا یوه یوه لوبه ګټلې او تېره ورځ د دواړو لوبډلو ترمنځ سیالي، د باران له امله لغوه شوه چې دواړو ته یو یو امتیاز ورکړل شو.