د برښنا شرکت دوو ازبیکستاني شرکتونو سره د ۲۴۳ میلیون ډالرو په ارزښت د برښنا لېږد د څلورو پروژو تړونونه لاسلیک کړل.
د برښنا شرکت اجراييوي مشر عبدالباري عمر نن (یکشنبه، اسد ۲۶) کابل کې د دغو تړونونو د لاسلیک غونډې ته وویل، دغه هوکړې د دغه شرکت او د ازبیکستان د برښنا وزارت اړوند د «اوز انرژۍ او نیګو انرژۍ» شرکتونو ترمنځ لاسلیک شوي.
هغه وویل، له ازبیکستان څخه د شاوخوا ۱۰۰۰ مېګاواټو برښنا رالېږد دغه پروژې به چې چارې یې ۱۸ میاشتو کې بشپړیږي، د صنعت، کرنې او ځوانانو ته د کاري زمېنو برابرېدو کې لوی او مهم رول ولوبوي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د برښنا شرکت اجراییوي مشر عبدالباري عمر وویل، دغو پروژو کې د ۵۰۰ کېلوولټ برښنا لېږد پروژې ترڅنګ، د دښتالوان سب سټېشن پراختیا او د ارغندۍ سبسټېشن ارتقا چارې، دغه راز له ارغندۍ سب سټېشن څخه د ننګرهار تر شیخ مصري سبسټېشن پورې د ۲۲۰ کېلوولټ برښنا لېږد شاملیږي.
هغه وویل: «د دوو ګاونډیو هېوادونو په توګه د برښنا سکټور برخو کې د نوي لوی بدلون او اړیکو پیاوړتیا خوښ یم او دا به اقتصادي برخو کې هم پراخې مثبتې اغېزې ولري.»