Asset 1SWN

سلام وطندار

افغانستان ۹میاشتو کې چین سره د ۵۴۸میلیونه ډالرو  په ارزښت سوداګري کړې

7500344836_3aa539ea86_b

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولان وايي چې د تېرو  نهو میاشتو پرمهال افغانستان له چین سره د ۵۴۸ میلیونه ډالرو په ارزښت سوداګریزه راکړه ورکړه کړې.

دې سوداګریزه راکړه ورکړه کې تر ډېره افغانستان له چین توکي وارد کړي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د یاد وزارت ویاند عبدالسلام جواد اخند‌زاده سلام‌وطندار ته وویل: «د افغانستان او چین ترمنځ د نهو میاشتو په جریان کې راکړه ورکړه ۵۴۸ میلیونه ډالره دی چې له ډلې یې، ۱۲ میلیونه صادرات او پاتې ۵۳۵ میلیونه یې، واردات دي.»

اخند‌زاده هیله‌مندي ښيي چې د چین له لوري پر ۹۷ سوداګریزو اقلامو د تعرفې لرې‌کولو سره به د کابل او بېجنګ ترمنځ اقتصادي اړیکې لا وده وکړي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولان بیا چین ته د افغانستان صادراتو برخه کې شته ستونزو ته په اشارې سره غواړي چې د اقتصادي اړیکو پراختیا لپاره دې لا هڅې وشي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې غړی خان‌جان الکوزی وايي: «چین یو ښه اقتصادي شریک دی او د چین توکي موږ ته ارزان دي. چین سره سوداګري ښه ده، که څه هم یو وخت دوه میلیارډ ډالرو ته رسېده، خو وروستیو کلونو کې یو میلیارډ څخه هم کم شوی دی.»

د اقتصادي چاروشنونکي نړیوال تجارت کې د چین ونډې ته په پام سره وايي، چین سره اقتصادي نږدې‌کېدا د هېواد په ګټه دی.

د دوی په اند د چین امنیتي، سیاسي او اقتصادي ګټې، دغه هېواد دې ته اړ کړی چې افغانستان سره اقتصادي تعامل ته ورودانګي او د کارپوهانو په وینا، افغانستان باید له دې فرصت ګټه واخلي.

مجددالدین خراساني  د چین اړوند مسایلو څېړونکي سلام‌وطندار ته وویل: «چین هم دې هڅه کې دی چې افغانستان سره خپلې اقتصادي اړیکې ښې کړي او د افغانستان اقتصاد خپل اقتصاد سره مدغم کړي او له دې لارې سیاسي او امنیتي اندېښنې کنټرول کړي.»

د اقتصادي چارو کارپوه عبدالنصیر رشتیا وویل: «له فرصت په استفادې باید خپل توکي چین ته صادر کړو او له هغه ځایه خپل د اړتیا وړ توکي بېرته راوارد کړو، څو هېواد کې ترې ګټه واخلوو.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادونې وړ ده چې د تېرو درېوو کلونو پرمهال د واخان لاره له چین سره د سوداګرۍ ودې لپاره ارزښتناکه بلل کېږي، خو له ژمنو سره سره پر دې لارې تراوسه د سوداګریزې راکړې ورکړې لپاره هڅې نه‌دي شوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام