د احصايې او مالوماتو ادارې ویلي چې د روان لمريز کال په ترڅ کې د افغانستان له کرنيزو ځمکو ۴۴۷ زره مېټريک ټنه وریجې ترلاسه شوي.
یادې ادارې نن یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د وریجو تولید د تېر کال په پرتله دوه سلنه زیات شوی.
د روان کال پرمهال، د افغانستان په ۱۸ ولایتونو کې په ۱۳۵ زره هکټاره ځمکه د وریجو کښت شوی چې دا کچه د تېر کال په پرتله ۴.۶ سلنه زیاتوالی ښيي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د احصايې او مالوماتو ادارې د مالوماتو له مخې، کندز د ۴۱ زره هکټاره ځمکې په لرلو سره، د وریجو د کرکېلې تر ټولو لوړه کچه لري، په داسې حال کې چې سرپل د ۱۳۸ هکټاره ځمکې په لرلو، تر ټولو ټیټه کچه لري.
یادې ادارې د هېواد د وریجو کورنۍ اړتیا ۷۲۰ زره مېټريک ټنه اټکل کړې ده.