پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې دامهال د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري ۵۳ سلنه کمه شوې.
د پاکستان «نیشن» ورځپاڼې یوه راپور کې ویلي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه له ۲۶.۱ میلیارد ډالرو څخه ۵۹۴ میلیونه ډالرو ته راکمه شوې چې اصلي لامل یې د لارو تړل کېدل ګڼل شوي.
د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې مسوولانو هم ویلي، دې وضعیت دواړو هېوادونو ته پراخ مالي زیانونه اړولي او تر ټولو زیات تاوان پاکستاني صادروونکو کړی.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
دغه اداره زیاتوي چې که څه هم د لارو د بیا پرانیستلو هڅې شوې، خو تراوسه یې کومه پایله نه ده ورکړې.
تر دې وړاندې د اسلامي امارت مسوولانو ویلي چې پاکستان سره ټرانزیټي لارې به تر هغه تړلې وي، چې باوري تضمین یې نه وي ترلاسه کړی.