Asset 1SWN

سلام وطندار

د افغانستان پاکستان کړکېچ؛ ریچارډ بنټ سم‌لاسي د تاوتریخوالي کمولو غوښتنه کړې

ریچارډ بنټ

د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي د پاکستان او اسلامي امارت ترمنځ جګړې ته په اشارې سم‌لاسي د تاوتریخوالي کمول اړین بللي.

ریچارډ بنټ نن جمعه د دلوې ۸ / فبروري ۲۷ پر اېکسپاڼه لیکلي: «په خواشینۍ سره یو ځل بیا د پاکستان او افغانستان ترمنځ اوسنی کړکېچ په تاوتریخوالي بدل شوی.»

هغه ویلي چې د ارامۍ او د نړیوالو بشري حقونو او بشري قانون، په ځانګړي ډول د ملکي وګړو د ساتنې لپاره د درناوي غوښتنه کوي.

د اسلامي امارت ځواکونو تېره شپه د ډیورنډ کرښې اخوا د پاکستاني ځواکونو پر پوستو غچ‌اخیستونکي بریدونه وکړل چې په کې ۵۵ پاکستاني سرتیري وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان او ژوندي نیول شوي دي.

همدارنګه دغو بریدونو کې د اسلامي امارت ۸ سرتیري هم شهیدان شوي او ۱۱ ټپیان دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام