د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت نن شنبه، لړم پنځمه پر خپله ایکسپاڼه لیکلي چې د تېرو نهو میاشتو پرمهال د ۷۳۷ میلیونه ډالرو په ارزښت د افغانستان کرنیز محصولات له ۱۱ ډېرو هېوادونو ته صادر شوي دي.
د سرپرست حکومت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت وايي، پنبه، ممیز، انجه، انځر، پیاز، زعفران او رومي بادنجان افغانستان د صادراتو لویه برخه جوړوي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نوموړي وویل: «د ۲۰۲۴ کال په لومړیو نهو میاشتو کې د شاوخوا ۷۳۷ میلیون ډالرو په ارزښت زراعتي محصولات بهرنیو هېوادونو ته صادر شوي. پنبه، ممیز، انجه، انځر، پیاز، زعفران، رومي بادنجان او ځینې نور محصولات، ایران، هندوستان، پاکستان، جرمني، روسیه، متحده عربي امارات، هالند، قزاقستان او اوزبیکستان ته صادر شوي دي.»
د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت همداراز زیاتوي چې په تېرو نهو میاشتو کې د افغانستان د صادراتو له ۷۳۷ میلیونو ډالرو څخه ۱۶۲ میلیونه ډالره پنبه او ۹۳ میلیونه ډالره ممیز و.
د تېرو درېوو کلونو پرمهال سرپرست حکومت په وار وار ټینګار کړی چې هڅه کوي د افغانستان صادرات زیات کړي.