Asset 1SWN

افغانستان د سېرومو د تولید له اړخه پر ځان‌بسیا شوی

GVKamvbWQAAmoHg

د عامې روغتیا وزارت مسوولان وايي چې افغانستان د سېرومو د تولید له اړخه پر ځان‌بسیا شوی دی.

دغه څرګندونې د یاد وزارت مسوولانو نن شنبه، زمري ۲۷مه کابل کې د «امارتي ادارو د یو کلنو لاسته‌راوړنو د تشرېح پروګرام» کړې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د یاد وزارت د مسوولانو د معلوماتو له مخې، تېرکال افغانستان کې تولید شوي سېرمونه ګڼ‌شمېر عربي هېوادونه لېږدول شوې دي.

تېرکال هېواد کې د واکسین د تطبیق کچه له ۶۵ څخه ۸۰ سلنې ته لوړه شوې او په ټولیز ډول ۸۵۹۹۷۰ مېندو او ماشومانو ته واکسین ورکړل شوی دی.

د عامې روغتیا وزارت د مسوولانو په وینا، تېرکال کې ۲۵۳۰۲ قلمه درملو او روغتیایي محصولاتو د واردېدو اجازه ترلاسه کړې چې له کورنیو تولیداتو څخه ۲۳۱۶ قلمه درمل بازار ته وړاندې شوي دي.

همداراز د درملو د تولید ۱۵ فابریکو، د درملو د تورید ۱۵۱ شرکتونو او ۱۷۹ عمده پلورنځیو او ۲۴۶۸ فارمسسټانو ته د فعالیت جوازونه ورکړل شوي دي.

همدارنګه، ماشومانو ته د څه باندې ۸.۸ میلیونه ویټامین A کپسولو وېش، ماشومانو او زلمیو ته د ۱۵۵۷۳۴۴ فولیک‌اسید او اوسپنې ټابلېټو وېش، ماشومانو ته د ۱۸۶۱۲۲۱ مغذي پوډرو(MNP)  وېش، په ۱۴ ولایتونو کې ۲۷۰۳۸ راستنو شویو ته د واکسین تطبیق او درملنه، ۲۵۸۱۷۰ کوچیانو ته د روغتیایي خدمتونو وړاندې کول او ۶۸۳۱ معلولینو ته د فزیکي تجهیزاتو برابرول؛ په تېر یوه کال کې د وزارت له نورو مهمو فعالیتونو څخه دي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

په تېرکال کې د هیواد په کچه د عامې روغتیا وزارت اړوند د ۴۲۱۲ روغتیایي مرکزونو له لارې، ۸۷۹۸۷۱۰ سراپا، ۱۹۸۶۶۵۰ داخل بستر، ۶۵۳۰۰ هیمودیالیز او ۳۱۶۱۴ سرطاني ناروغیو د درملنې خدمتونه وړاندې شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام