Asset 1SWN

کابل کې د «افغانستان اقتصادي ودې او پرمختګ» نندارتون پرانېستل شو

۱۲۱۲۲۱۱۱۱

د صنعت او سوداګرۍ وزارت او خصوصي سکټور د یو‌شمېر استازیو په ګډون نن پنج‌شنبه، وږي لومړۍ نېټه، د «افغانستان اقتصادي ودې او پرمختګ» په نوم د کورنیو تولیداتو او محصولاتو ملي نندارتون پرانیستل شو.

د دغه نندارتون د پرانېستې په مراسمو کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت د نړیوالې سوداګرۍ عمومي رییس محمدزبیر دین‌پرور وویل، د کورنیو تولیداتو کارولو افغانستان له یوه وارداتي هېواد څخه په صادرونکي هېواد بدل کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه وویل: «د افغانستان محصولات په نړۍ کې خپل ځای موندلی او د نړۍ سترو هېوادونو ته صادرېږي. په دې نندارتون کې د افغاني محصولاتو د معرفي‌کېدو او دا چې کوم محصولات تولیدوو، د دې نندارتون له لارې وښایو چې افغانستان له یوه وارداتي هېواد څخه پر صادراتي هېواد بدل شوی دی. راځئ چې هېواد کې پانګونه وکړو.»

د سوداګرۍ او پانګونې خونې لومړی مرستیال یونس مومند وايي، تر دې وړاندې افغانستان له ۸۰ سلنې ډېر واردات لرل چې په وینا یې، دامهال افغانستان ۲۵ سلنه پر وارداتو تکیه کوي.

هغه وویل: «له خلکو غواړو چې له نندارتون لیدنه وکړي، او ډېر ښه تړونونه به دې نندارتون کې لاسلیک شي. د افغانستان له تولیداتو استفاده وشي، پخوا مو ۸۰سلنه واردات درلودل، اوس ۲۵سلنه موږ پر ځان‌بسیا شوي یوو. له مرکزي اسیا څخه یو میلیون ټُنه صادرات لرو، موږ باید د ګاونډیو هېوادونو مالیکت په لاس کې واخلو.»

د صنایعو او کانونو خونې لومړی مرستیال سخي‌احمد پیمان وايي، د دغه نندارتون له جوړولو څخه یې، موخه د اقتصادي سکتور وده او د نارینه‌ او ښځینه سوداګرو ملاتړ دی. «خپل د درېوو کلونو صنعتي ارزښتونه او تولیدات مو نندارې ته وړاندې کړل، صنعت او خصوصي سکټور، کروندګر او د لاسي صنایعو او خویندو اقتصادي برخو کې لاسته‌راوړنې درلودې، ستونزې هم شته چې نږدې راتلونکې کې به صنعت‌کارانو ته ځمکې ووېشل شي.»

په همدې حال کې یوشمېر هغه کسان چې دغه نندارتون کې یې خپل توکي نندارې ته اېښي، وایي، د کار بازار او د اسانتیاوو نشوالی د دوی د سوداګرۍ د ودې پر وړاندې خنډ جوړ کړی.

د نندارتون ګډونوالې بوباني علي‌زاده وايي: «لس کسان کار کوو، غالۍ اوبدل دي، هر ډول غالۍ دي، قزاقي، لرګي، اوبه رنګه او ورېښمن دي. ستونزه مو دا ده چې ځای او امکانات نه‌لرو، غواړو د دې نندارتون له لارې خپلې پروژې پراخې کړو، څو ډېرې کار ته ونیسوو.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

کابل کې د کورنیو تولیداتو او محصولاتو څلور ورځني نندارتون کې د لاسي صنایعو، خوراکي توکو، غالۍ او انځورګرۍ په څېرد بېلابېلو برخو کورني تولیدات او محصولات په څه باندې ۳۰۰ غرفو کې چې نږدې نیمایي یې ښځو ته ځانګړې شوي، نندارې ته اېښودل شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام