د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ویسټانډیز سره د دریو شل اوریزو لوبو لومړۍ لوبه کې د ٣٨ منډو په توپیر بریا خپله کړه.
دغه لوبه تېره شپه د ماښام په ٧ بجو د متحده عربي اماراتو دوبۍ کرکټ لوبغالي کې پیل او افغان لوبډلې د ٣ لوبغاړو په زیان ١٨١ منډې وکړې.
سیالې لوبډلې ونه شو کولی ١٨٢ هدف پوره او ټوله لوبډله یې د ١٤٣ منډو په جوړولو وسوځېده.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د تېرې شپې لوبه کې تر ټولو ډېرې ٨٧ منډې ابراهیم ځدراڼ او توپ اچونه کې، ضیاالرحمان شریفي ٣ او مجیب ځدراڼ، راشدخان او نوراحمد دوه دوه ویکټې ترلاسه کړې.
د افغانستان او ویسټانډیز ترمنځ دویمه لوبه به د را روانې چهارشنبې او درېیمه د پنجشنبې په ورځ ترسره شي.