د افغانستان بانک وايي چې راتلونکې شنبه د «مرغومې میاشتې ۲۳مه» به څوارلس میلیونه امریکايي ډالر د لیلام په توګه بازار ته وړاندې کړي.
د افغانستان بانک نن پنجشنبه د «مرغومې ۲۱مه» پر اېکس «ټوېټرپاڼه» لیکلي چې د «افغانۍ» ارزښت ساتنې او ثبات لپاره به شنبه «۱۴» میلیونه امریکايي ډالر لیلام کړي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
دغه بانک له ټولو خصوصي بانکونو او پر شرایطو برابر د پولي خدمتونو او صرافیو شرکتونو څخه غوښتنه کړې چې دې داوطلبۍ کې ګډون وکړي.
د افغانستان بانک ویلي چې د داوطلبۍ ګټونکي باید خپل ټول حسابونه د لیلام د ورځې تر پایه تصفیه کړي.
۱۴۴۵ جمادی الثانی ۲۸ مه – د افغانستان بانک غواړي چې د ۱۴۴۵ کال د جمادی الثانی د میاشتې په ۳۰ نېټه (۱۴۰۲/۱۰/۲۳) د شنبې په ورځ د داوطلبۍ له لارې تر (۱۴) میلیونه امریکايي ډالرو پورې د لیلام په ډول وپلوري. pic.twitter.com/lz6OaDVUcU
— Da Afghanistan Bank- Afghanistan (@AFGCentralbank) January 11, 2024
د افغانستان بانک لیکلي: «د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د معاملاتو قسمي تسویې ته اجازه نه ورکول کېږي، د داوطلبۍ ګټوونکي د خپل ذمت د قیمت پیسې په یو ځل په نغد ډول په ټاکلي موده کې د افغانستان بانک ته سپاري.»
د افغانستان بانک له دې وړاندې هم د افغانیو ارزښت ساتنې او ثبات لپاره میلیونونه ډالر د داوطلبۍ له لارې د لیلام په توګه بازار ته وړاندې کړي دي.