Asset 1SWN

د افغانستان بانک څه باندې یو میلیارډ زاړه افغاني بانک‌نوټونه وسوځول

زړې افغانۍ

د افغانستان بانک مسوولان وايي چې د هېواد شمال او شمال ختیځ زونونو څخه راټولې شوې، څه باندې یو میلیارډ زاړه افغاني بانک‌نوټونه یې سوځولې دي.

دغه بانک نن سه‌شنبه، زمري دویمه، پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې یو میلیارد، درې اویا میلیونه، نهه سوه او دوه شپيته زره افغاني بانک‌نوټونه، راټول او د ټاکل شوي پلاوي مخته تر شمېرنې وروسته، سوځول شوې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

یاد بانک لیکلي: «د افغانستان بانک له لوري (۱،۰۷۳،۹۶۲،۰۰۰) یو میلیارد، درې اویا میلیونه، نهه سوه او دوه شپيته زره افغانیو په ارزښت مندرس بانکنوټونه چې د شمال او شمال ختیځ زونونو څخه را ټول شوي وو او د افغانۍ (۱۰۰۰،۵۰۰،۱۰۰،۵۰،۲۰،۱۰،۲) انواعیې په کې شاملې وې، د ټاکل شوي پلاوي په شتون کې تر کره شمېرنې وروسته و سوځول شول.»

د افغانستان بانک د مسوولانو په وینا، زاړه بانک‌نوټونه د یوه ځانګړي طرزالعمل له مخې، راټول او له ګردښت څخه اېستل کېږي.

د افغانستان بانک پر خپله اېکس‌پاڼه د دغه هېواد د دویم مرستیال ملا محمد اخند له قوله لیکلي: «د بانک‌نوټونو ساتنې ته نه‌پاملرنه د دې سبب شوې چې بانکنوټونه له وخت وړاندې مندرس او له کاره ولوېږي. د افغانستان بانک دویم مرستیال له خلکو وغوښتل چې د سوداګریزو راکړو ورکړو پرمهال د بانکنوټونو ساتنې ته پوره پاملرنه وکړي، څو له وخت وړاندې مندرس نه شي.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د افغانستان بانک نږدې دوه وړاندې هم میلیونونه زاړه بانک‌نوټونه سوځولي وو.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام