Asset 1SWN

د افغانستان بانک تېرکال څه باندې اووه میلیارډ زړې افغانۍ سوځولي

Afghani-1223

د افغانستان بانک مسوولان وايي چې دغه بانک د تېرکال پرمهال د هېواد په کچه له بازارونو څه باندې اووه میلیارډ زړې افغانۍ راټولې او سوځولې دي.

د یاد بانک مسوولانو دغه څرګندونې نن پنج‌شنبه، وږي ۱۵مه کابل کې د یاد بانک د وروستیو یو کلونو لاسته‌راوړنو د تشرېح پروګرام کې کړې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د یاد بانک مسوولانو وویل چې په تېرکال کې له مرکز او ولایتونو څخه، د ۷ میلیارده، ۱۸۶میلیونه او ۵۴۴ زره افغانیو په ارزښت، زاړه بانک‌نوټونه راټول او سوځول شوي دي. د دوی په وینا، د راکړې ورکړې برخه کې د ستونزو حل په موخه نوي بانک‌نوټونه هم بازار ته وړاندې شوې دي.

همداراز هېواد کې له بانکونو د افغانیو اېستلو کچه لوړه شوې او دا مهال د بانکونو پېردونکي کولای شي، اوونۍ کې ۱۵۰زره افغانۍ او ۲۰۰۰ ډالر له خپلو حسابونو ترلاسه کړي.

دغه کچه په میاشت کې بیا ۵۰۰زره افغانۍ او له بانکونو د ډالرو اخیستلو کچه هم له ۳۰۰۰ ډالرو ۶۰۰۰ ډالرو ته لوړه شوې.

د یاد بانک د معلوماتو له مخې، تېرکال کې د اغېزناکه پولي سیاستونو د پلي‌کېدو له لارې د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت ساتل شوی او ټاکل شویو موخو ته د رسېدو ترڅنګ، د انفلاسیون د کنټرول برخه کې هم اغېزناک ګامونه اوچت شوي دي.

د تېرکال پرمهال د ډالرو پر وړاندې د افغانیو ارزښت ۱۷.۲۵سلنه لوړ شوی او د سیمې هېوادونو د پولي واحدونو په پرتله «افغانۍ» ښه ارزښت او ثبات لري.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

په تېرکال کې صرافیو او د پیسو خدمتونو وړاندې کوونکو شرکتونو ته ۱۴۹ جوازونه صادر شوي چې له دې سره د صادر شویو جوازونو ټولیز شمېر ۱۷۸۰ ته رسېدلی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام