Asset 1SWN

سلام وطندار

افغانستان او اوزبیکستان د ۵۲۰میلیونه ډالرو په ارزښت هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړي

Signing-the-contract-rlxwgn6ll9waovgdusspwjyd0556hfvxfs6bfwmc94

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي چې د افغانستان او اوزبیکستان ترمنځ د خصوصي سکتورونو په کچه د ۵۲۰ میلیونه ډالرو په ارزښت څو مهم سوداګریز هوکړه‌لیکونه لاسلیک شوي دي.

یاد وزارت نن دوشنبه (وري ۲۴مه) په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې دغه هوکړه‌لیکونه د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتورونو ترمنځ د سوداګریزو ناستو په ترڅ کې لاسلیک شوې دي.

د معلوماتو له مخې، یادې هوکړې په بېلابېلو برخو کې دي چې په‌کې د اوسپنې ویلې کولو کارخونو جوړول، د پنبې پروسس، د سمنټو تولید، د نطفه‌لرونکو هګیو او اصلي نسل چرګو تولید، اوزبیکستان ته د افغانستان د ډبرو سکرو صادرات او د موټرو د پرزو تولید شامل دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


وزارت زیاته کړې چې دا هوکړه‌لیکونه به د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي اړیکې لاپیاوړې کړي او د پانګونې او سوداګرۍ لپاره به نوي فرصتونه رامنځته کړي.

د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم د افغانستان او اوزبیکستان خصوصي سکتورونو د ۳۰۰ میلیونه ډالرو څخه په زیاته کچه ۲۵ سوداګریزې تفاهم‌نامې لاسلیک کړې وې چې دا د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراختیا څرګندونه کوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام