Asset 1SWN

افغانستان او اوزبیکستان د «ګډ سوداګریز مرکز» پر جوړېدو هوکړه کړې

3ffbb53c-26f7-4e4f-a97f-958f61127dc8-r55p6zvozxfrpyy3gie2aw91e7gwrty1no75dw7gjs

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولان وايي چې د یاد وزارت مرستیال احمدالله زاهد تاشکند ته د سفر پرمهال د اوزبیکستان د صنعت، پانګونې او تجارت وزارت مرستیال سره د لیدنې پرمهال د اقتصادي اړیکو پراختیا او سوداګریزو ستونزو حل په موخه خبرې کړې دي.

د یاد وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دواړو لوریو د ګډ سوداګریز مرکز پر جوړېدو هم هوکړه کړې ده.

زاهد په دې لیدنه کې ویلي چې کابل او تاشکند د ګاونډيو اړیکو سربېره، نږدې اقتصادي اړیکې لري او یادو برخو کې باید په اغېزمنه او چټکه توکه همکاري وشي.

اوزبیکستاني پلاوي هم زیاته کړې چې د یاد هېواد د صنعت او تجارت وزیر به روانه مې میاشت کې کابل ته سفر وکړي، اقتصادي برخو کې خبرو ته دوام ورکړي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


احمدالله زاهد د روانې اوونۍ د یکشنبې پر ورځ نړیوال نندارتون کې د ګډون، اوزبیکستان کې د افغان سوداګرو ستونزو اروزنې او د اقتصادي همکاریو پراختیا په موخه تاشکند ته تللی و.

اوزبیکستان نږدې څلور کاله کېږي چې سرپرست حکومت سره ښې اقتصادي اړیکې لري او څه موده وړاندې د یاد هېواد د تجارت وزیر ویلي و، غواړي چې افغانستان سره د سوداګرۍ کچه درې میلیارډ ډالرو ته ورسوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام