Asset 1SWN

افغانستان او بنګله‌دېش سبا د نړیوال جام اتو غوره لوبډلو پړاو کې لوبه کوي

۰۰۰۰۰۰خه

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله د شل اووره سیالیو نړیوال جام د اتو غوره لوبډلو پړاو په اول ګروپ کې سبا له بنګله‌دېش سره برخلیک ټاکونکې لوبه کوي.

ټاکل شوې چې یاده لوبه سبا سه‌شنبه، جون ۲۵مه «ارنوس وېل ګرونډ» کې ترسره شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

افغانستان د یادو سیالیو په لړ کې خپله تېره لوبه له اسټرالیا وګټله او نیمه پای‌لوبې ته د تلو چانس یې پیاوړی کړ. افغان لوبډلې په دې تاریخي بریا کې اسټرالیا ته د ۲۱ منډو په توپیر ماته ورکړه او په لومړي ځل یې دغه بری ترلاسه کړ.

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله به هڅه وکړي چې دې لوبه کې بنګله‌دېش ته ماته ورکړي، څو د هند او اسټرالیا لوبډلو ترمنځ د سیالي پایلې ته په کتو، نیمه پای‌لوبې ته د تلو چانس ډېر کړي.

افغانستان دا مهال په یوې ماتې او یوې بریا سره د دغه سیالیو اول ګروپ کې درېیم ځای لري.


افغانستان د شل اووره سیالیو نړیوال جام نیمه‌ پای‌لوبې ته څنګه وتلی شي؟


که هند له اسټرالیا لوبه وګټله او افغانستان بنګله‌دېش مات کړ، نو هند او افغانستان به نیمه پای‌لوبو ته لاره پیدا کړي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د بنګله‌دېش او افغانستان کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ په شویو وروستیو پنځو شل اووره نړیوالو لوبو کې افغانستان دوه ځلې او بنګله‌دېش درې ځلې بریاوې خپلې کړې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام