Asset 1SWN

سلام وطندار

روانه میاشت له پاکستانه د افغانانو د ستنولو بهیر ۱۸سلنه زیات شوی

کډوال ۸۸

د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو عالي کمېشنري او د کډوالۍ نړیوال سازمان وايي چې له پاکستان د افغان کډوالو د ستنولو بهیر په جنورۍ میاشت کې ۱۸سلنه زیات شوی دی.

د یادو سازمانونو په راپور کې ویلي چې د وروستۍ یوې میاشت پرمهال څه باندې ۱۳۰زره افغان کډوال پاکستان کې نیول شوي او ۹۰سلنه هغه افغان کډوال نیول شوي چې افغان ښاري کارټونه یې لرل او یا هم بې‌اسناده کډوال وو.

په پاکستان کې پر افغان کډوالو د محدودیتونو د سختېدو، نیونو او جبري ایستلو له زیاتېدو سره هم‌مهاله، یوشمېر کډوال وایي چې دې وضعیت د هغوی ترمنځ اندېښنې رامنځته کړي او د ورځني ژوند چارې یې له جدي ستونزو سره مخ کړې دي.

۳۳کلن ارش چې له تېرو دوو کلونو راهیسې له خپلې کورنۍ سره په پاکستان کې ژوند کوي، وایي چې د وخت په تېرېدو سره د دوی لپاره د ژوند فضا ورځ تر بلې تنګېږي او شرایط لاسختېږي.

نوموړی وایي: «له ۲۰۲۶کال وروسته په پاکستان کې د کډوالو ستونزې ډېرې شوې دي. تر ټولو مهمې ستونزې امنیتي، اقتصادي او سیاسي دي، د ویزو نه غځېدل او بې‌سرنوشتي زموږ لویې اندېښنې دي. زه حتی په اسانۍ نه شم کولی له خپل کوره بهر ووځم.»

د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو د عالي کمېسارۍ (UNHCR) او د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) د راپور پربنسټ، په پاکستان کې د افغان کډوالو د نیونو ترڅنګ، د روان میلادي کال د جنورۍ له ۴مې تر ۱۰مې نېټې پورې له ۱۹زرو ډېر افغانان بېرته افغانستان ته ستانه شوي او له ۱۷۰۰ ډېر کسان په جبري ډول ایستل شوي دي.

احمد یعقوب او طاهر خان چې دواړه په تېره یوه میاشت کې په جبري ډول افغانستان ته راستانه شوي، «سلام وطندار» ته وایي چې سړې هوا، وزګارتیا او د سرپناه نشتوالي یې ژوند لاپسې سخت او ترخ کړی دی. دوی وایي چې اوس له جدي اقتصادي او انساني ستونزو سره مخ دي.

دغه راستانه شوي له اسلامي امارت څخه غواړي چې ورته د کار زمینه برابره کړي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


احمد یعقوب وایي: «موږ د خېمو لاندې ژوند کوو. زه خپله په پاکستان کې زېږېدلی یم او ۴۶ کاله مې هلته ژوند کړی دی. اوس ژمی دی او په خېمو کې اوسېږو. له حکومت څخه غواړو چې نه یوازې زموږ لپاره، بلکې د ټولو کډوالو لپاره د کار زمینه برابره کړي، ځکه له هغه وخته چې دلته راغلي یو، کومې مرستې مو په سترګو نه دي لیدلي.»

طاهرخان هم وايي: «اوس موږ د کور په سر کې ژوند کوو، ځای نه لرو، له پنجاب څخه را روان یو او یو میاشت کېږي چې دلته یو. زما درې ماشومان له ستونزو سره مخ دي. کار نشته او موږ ډېر مجبور یو. له حکومت غواړو چې د کار زمینه رامنځته کړي، تر اوسه هېڅ مرسته مو نه ده ترلاسه کړې او هلته هم وضعیت ښه نه و.»

خو د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېسارۍ (UNHCR) چارواکو «سلام وطندار» ته ویلي چې د دوی د شمېرنو پربنسټ راستانه شوي او جبري ایستل شوي، ژر تر ژره بشري مرستو ته اړتیا لري.

افغانستان کې د UNHCR د مطبوعاتي برخې مسوول فرامرز برزین ویلي: «ډېر شمېر راستانه شوي کسان له لږو شتمنیو سره راځي او عاجلې مرستې ته اړتیا لري، لکه نغدي مرسته، سرپناه او د ژوند تېرولو فرصتونه.»

د کډوالو ستونزو د حل کمېسیون چارواکي وايي چې په تېرو شپږو میاشتو کې له ګاونډیو هېوادونو څخه تر ۱ میلیون او ۷۰۰زره ډېر افغانان هېواد ته راستانه شوي او حکومت د دوی د وضعیت د ښه کولو لپاره ځانګړې برنامې جوړې کړې دي.

د دې کمېسیون ویاند احمدالله وثیق «سلام‌وطندار» ته ویلي: «د ایران او پاکستان له لوري د افغان مهاجرینو جبري او رضاکارانه اخراج دوامداره روان دی. په تېرو شپږو میاشتو کې له ایران او پاکستان څخه ۱,۷۱۹,۷۵۰ کسان خپل هېواد ته ستانه شوي دي. دا کسان د مهاجرینو د عالي کمېسیون له خوا په وړیا ډول خپلو ولایتونو ته انتقال شوي دي. همدارنګه د رهبر د ۳۰۴۶ نمبر فرمان پربنسټ ورته ځمکې وېشل شوې دي.»

له دې مخکې د سره صلیب نړیوال فدراسیون (IFRC) په ۲۰۲۵ کال کې خبر ورکړی و چې له ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړې توګه ایران او پاکستان څخه تر ۵.۲ میلیونو ډېر افغانان اخراج شوي دي. دغه راپور کې ویل شوي چې دا بهیر د افغانستان پر څو اړخیزو بحرانونو زیات فشار راوړی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام