په پاکستان کې پر افغان کډوالو د تازه فشارونو له پیل څخه د میاشتو په تېرېدو سره، لاهم زرګونه افغان کورنۍ په دې هېواد کې له سختو بشري شرایطو سره مخ دي.
د قانوني اسنادو نشتوالی، د جبري ایستلو ګواښ، پراخې نیونې او لومړنیو خدمتونو ته د لاسرسي محدودیتونه د ډېرو کډوالو ژوند له جدي ستونزو سره مخ کړی دی.
په پېښور ښار کې مېشت افغان کډوال وزیري وایي، د پاکستان له لوري د کډوالو د مېشتځایونو یا کمپونو د نړولو بهیر ګڼې کورنۍ له بېسرپناهۍ سره مخ کړې دي.
نوموړی د افغان کډوالو وضعیت داسې بیانوي: «د پاکستان د حکومت د فرمانونو له مخې، کډوال له سختو ستونزو سره مخ دي. هغه کډوال چې په اسلاماباد او لاهور کې وو، ټول ایستل شوي او پاتې کډوالو ته چې په ۴۲ کمپونو کې، په ځانګړي ډول په خیبرپښتونخوا کې مېشت دي، یوازې درې ورځې وخت ورکړل شوی چې ووځي. پر هغوی اوبه او برښنا هم پرې شوې ده.»
همدارنګه، نوید سروري چې په پاکستان کې مېشت بل افغان کډوال دی، د پولیسو له لوري د نیونو د زیاتېدو په اړه اندېښنه څرګندوي او وایي: «هغه کډوال چې په خیبرپښتونخوا کې ژوند کوي، ورته ویل شوي چې د دسمبر تر پایه کمپونه پرېږدي. ډېری هغه کسان چې قانوني کارتونه یې لرل او په ښوونځیو او پوهنتونونو کې یې زدهکړې کولې، ایستل شوي دي. همدارنګه د کډوالو دوکانونه ترې اخیستل شوي او خلک په بشپړه سرګردانۍ کې ژوند کوي.»
د راپورونو له مخې، په وروستیو اوونیو کې پاکستان د افغان کډوالو پر وړاندې د فشارونو د دوام په ترڅ کې د نیونو لړۍ نوره هم چټکه کړې ده.
د ملګروملتونو د راپور پربنسټ، د روان کال د دسمبر له ۱۴مې تر ۲۰مې پورې د کډوالو د نیونو کچه د هغې نه یوه اوونۍ مخکې په پرتله ۱۴سلنه لوړه شوې ده.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
فرهاد قیومي چې په پاکستان کې مېشت یو بل افغان کډوال دی، د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو د عالي کمېسارۍ (UNHCR) د نه پاملرنې شکایت کوي او وایي: «د کډوالو وضعیت اندېښمنوونکی او بحراني دی. کله چې په پاکستان کې د ملګروملتونو د کډوالو ادارې ته زنګ وهو، عملي فعالیت نه تر سترګو کېږي. ډېر خلک یې ثبت کړي او ټوکنونه یې ورکړي، خو دا نه ده روښانه چې د افغان کډوالو مسوولیت د کوم بنسټ پر غاړه دی. د پاکستان حکومت له شاوخوا شپږو میاشتو راهیسې جبري ایستل پیل کړي او دا لړۍ لا هم روانه ده.»
په همدې حال کې، د اسلامي امارت مسوولان وایي چې له ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړي ډول له پاکستان څخه، بېرته راستانه کېدونکو کډوالو ته خوراکي توکي، کالي، لنډمهاله سرپناه او نغدي مرستې برابریږي.
د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې د کمېسیون مشر احمدالله وثیق وایي، هره ورځ زرګونه کسان هېواد ته راګرځي او هڅه کېږي چې د هغوی اړتیاوو ته په جدي ډول رسېدنه وشي.
نوموړي وویل: «ټولو اړوندو کمېټو ته مشخص مسوولیتونه سپارل شوي، څو د کډوالو ستونزو ته جدي رسېدنه وشي. د نورو مرستو ترڅنګ نغدي مرستې هم ورکول کېږي. همدارنګه، د کډوالو د وړیا لېږد بهیر له سرحدونو څخه خپلو ولایتونو او کابل ته روان دی، او بله پرېکړه دا ده چې د کډوالو په ښارګوټو کې د ځمکو د وېش بهیر چټک او په دغو سیمو کې لازم امکانات ژر تر ژره برابر شي.»
په ورته وخت کې، د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو عالي کمېسارۍ (UNHCR) تازه ویلي چې د روان میلادي کال په ترڅ کې له پاکستان څخه افغانستان ته د بېرته راستانه شوو افغانانو شمېر له یو میلیون کسانو څخه اوښتی دی.