د افغانستان د فوتسال ملي لوبډله د ۲۰۲۶کال د اسیا د ملتونو جام په سیالیو کې نن یکشنبه، فبرورۍ لومړۍ، خپله درېیمه لوبه د ایران د فوتسال ملي لوبډلې پر وړاندې کوي.
د افغانستان د فوټسال فدراسیون اعلان کړی چې د افغانستان او ایران ترمنځ دا لوبه به نن مازدیګر۴:۳۰ بجې پیل شي.
یاده سیالي د اندونیزیا په پلازمېنه جاکارتا ښار کې کېږي چې د اسیا د ملتونو جام د کوربه هېوادونو له ډلې څخه دی.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د افغانستان د فوتسال ملي لوبډلې تر دې وړاندې په خپلو دوو لوبو کې د سعودي عربستان او مالیزیا د فوتسال لوبډلو ته ماتې ورکړي او له ښه روحي وضعیت سره د ایران پر وړاندې لوبې ته داخلېږي.
د ورزشي برخې شنونکو دا لوبه د افغانستان لپاره مهمه بللې، ځکه چې د ایران لوبډله د اسیا له پیاوړو فوتسال ټیمونو څخه شمېرل کېږي، خو افغان لوبډله هم هڅه کوي چې د خپلو پرلهپسې بریاوو لړۍ وساتي.