Asset 1SWN

سلام وطندار

په بهر کې واده ته د افغان نجونو لېوالتیا؛ له ننګونو تېښته که نوی ناورین؟

Afghan-women-444-qs0issyihml087mwsff8kx196qgotjtw8fhiysl5l4

له ۴۳ پېغلو سره د سلام‌وطندار د مرکو موندنې ښيي چې ۲۷ هغه یې غواړي له هېواد نه بهر افغانانو سره ودونه وکړي، خو ۱۶ نورو بیا ویلي، ورته مهمه نه‌ده چې راتلونکې خاوند یې د نړۍ په کوم کونج کوي. د دغه راپور له مخې، په بهر کې واده کولو ته د نجونو لېوالتیا څه‌ناڅه نوې پدیده ده او فکر کوي، که له هېواد نه بهر واده وکړي، نېکمرغه به شي.

څومره چې د نېکمرغۍ مانا د هر چا لپاره فرق کوي، هماغومره په بهر کې واده کولو ته د افغان نجونو لېوالتیا هم توپیر لري. له دودیزو او کلتوري محدودویتونو تېښته، له اوسني ناسم وضعیت څخه ستړیا، لوړې زده‌کړې او د راتلونکي نسل د ژوند ښه‌والی هغه لاملونه ښودل شوي چې پر بنسټ یې افغان نجونې په بهر کې واده کولو ته زړه ښه کوي.

د بلخ اوسېدونکې فاطمه چې د واده عمر ته رسېدلې، وايي: «یوازېنۍ لاره چې موږ هم ښه ژوند ولرو او هم زده‌کړې وکړو، همدا ده چې له هېواد نه بهر واده وکړو. زما هم خوښېږي چې راتلونکی خاوند مې له هېواده بهر وي.»

د کابل اوسېدونکې بهار هم وايي: «هو، زه غواړم له افغانستان څخه د باندې ژوند وکړم؛ ځکه د دې ترڅنګ چې کورنۍ جوړه کړم، زده‌کړو ته هم دوام ورکړم او خپلو موخو ته ورسېږم. د افغانستان وضعیت ورځ تر بلې په خرابېدو دی.»

همداشان د کابل یوه بله اوسېدونکې مهناز وايي: «هر چا ۲۰ یا ۲۲ کاله زیار ګاللی؛ هڅې او زده‌کړې یې کړي او خپل ژوند یې جوړ کړی، خو د رژیم په بدلېدو سره یوشمېر خلکو خپل ژوند پرېښود او بهر ولاړل. نو زه فکر کوم که په افغانستان کې واده وکړم او بیا داسې وضعیت راشي، رژیم بدل شي، ښايي ټول ژوند مې چې کلونه مې یې لپاره زحمت اېستلی، همداسې پرېږدو او ولاړ شوو. پر دې د امنیت احساس کوم چې راتلونکی خاوند مې له افغانستان څخه بهر وي.»

اقتصادي امنیت او د راتلونکي نسل د ژوند جوړل هم د هغو نجونو اندېښنې دي چې د واده عمر ته رسېدلي او له هغو کسانو سره واده کول غواړي چې له هېواد نه بهر ژوند کوي.

زینب وايي: «یو کس چې هلته روزل کېږي او لویېږي، پر ځان متکي دی. که له ما یا نورو نجونو سره واده وکړي، زموږ ژوند تضمینولی شي. نو دغه ډول کس زما لپاره ښه غوراوی دی او لږترلږه به هغه نسل چې راتلونکي کې پیدا کېږي، هم په امن کې ژوند کوي او د زده‌کړو اسانتیاوې به ورته برابرې وي.»

یوشمېر نجونې په بهر کې واده کولو ته دومره لېواله دي چې ان وايي، یا به په بهر کې واده کوي او یا به مجردې پاتې کېږي.

بله‌خوا یوشمېر نجونې وايي، هغوی چې په بهر کې واده کول غواړي، د مقابل لوري عمر، اخلاق او شخصیت ورته مهم نه‌دي او د ارواپوهانو په وینا، دغه ډول وضعیت ډېر زیانمنوونکی او د اندېښنې وړ دی.

تمنا وايي: «چې ریبار مې له بهر څخه نه وي، معمولاً واده نه کولو ته لومړیتوب ورکوم.» نرګس هم وايي: «لومړیتوب ورکوم چې ریبار مې بهرنی وي؛ عمر او بد اخلاق یې هېڅ مهم نه‌دي.»

په همدې حال کې د دغه راپور موندنې ښيي چې په دې ډله کې ۱۶ نجونې وايي، هېڅ توپیر نه کوي چې د ژوند ملګری یې د نړۍ په کوم کونج کې وي، خو د هېواد له واقعیتونو ته د تېښتې پر ځای، غواړي په افغانستان کې ژوند وکړي.

شبانه وايي: «زما خوښېږي چې د ژوند ملګری مې به افغانستان کې وي؛ لوړې زده‌کړې ولري او که د منځنۍ کچې اقتصاد هم ولري، فرق نه کوي. باید ژمن او رښتینی کس وي.»

صنم هم وايي: «که وغواړم چې واده وکړم، فرق نه کوي چې افغانستان کې وي که بهر، خو افغانستان کې ښه دی؛ ځکه کله چې انسانان په یوه چاپېریال کې وي، یو بل ښه درک کولای شي او دواړه لوري به خپلو کورنیو ته نږدې وي. همدارنګه، چېرته چې انسان لوی شوی وي، هلته راحته وي؛ ژبه یې زده او له چاپېریال سره هم بلد وي.»

یوشمېر ارواپوهان او ټولنپوهان بیا په بهر کې واده کولو ته د افغان نجونو د لېوالتیا لامل اوسني ناسم شرایط بولي.

ټولنپوه احمدراشد صدیقي وايي: «د ښوونځیو او پوهنتونونو د دروازو تړل کېدل یوه جدي ستونزه ده چې پر راتلونکي نسل باندې چې د هېواد چارې به پر مخ وړي، اغېز پرېباسي. همدا موضوع لامل شوې چې بهر کې واده کولو ته د نجونو علاقه‌مندي ډېره شي او دا بیا پر ټولنې، کلتور او نورو برخو باندې نه جبرانېدونکې اغېزې کوي.

ارواپوه سویتا حبیبي هم وايي: «ښځې په نننیو شرایطو کې پر اروايي او روحي ستونزو اخته شوي او فکر کوي موخې ته د رسېدو لپاره یوازینۍ لاره یې په بهر کې واده کول دي؛ ځکه ښځې ډېر عاطفي جوړښت لري او په دغه وضعیت کې پر اندېښنو او ژور خپګان اخته کېږي.»

په همدې حال کې یو بل ارواپوه هیبت‌الله ابراهیمي بیا وايي: «اوسنیو شرایطو کې ډېری نجونې غواړي چې په بهر کې واده وکړي؛ ځکه غواړي ښه او ارام ژوند وکړي، خو اغېزې یې ډېرې دي؛ ځکه نجونې د واده لپاره یو معیار لري او هغوی چې معیار یې بهر ته تلل وي، پر اروايي او روحي ستونزو اخته کېږي. هغوی چې خپلې نیمګړتیا ته په کتو واده کوي، تېروتنه کوي.»

ارواپوهان وايي، نجونې که د مقابل لوري شخصیت او اخلاقو ته پام ونه کړي او یوازې وغواړي چې بهر ته ولاړې شي، ښايي له باران څخه ناوې ته کېني؛ ځکه ښايي د له خپل خاوند سره خوشحاله ژوند ونه لري، له کورنۍ او ټولنې لرې شي او دا بیا ډېرې بدې پایلې لري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام