Asset 1SWN

سلام وطندار

د افغانستان غالیو د ترکیې یوه نندارتون کې لومړی مقام خپل کړ

G-WaUuJXMAAd83H

د افغانستان د غالیو تولیدوونکو او صادروونکو ټولنې ویلي، د غالیو یوه افغاني شرکت د ترکیې د استانبول په دوموټېکس نړیوال نندارتون کې د کلاسیک ډيزاین په برخه کې لومړی مقام خپل کړی.

د راپورونو پر اساس، دغې ټولنې دا یوه ستره لاسته‌راوړنه بللې او زیاته کړې یې ده چې دا به نړیوال بازار کې د افغاني غالیو ارزښت لا لوړ کړي.

د مالوماتو پر بنسټ، د ترکیې د استانبول دوموټېکس نندارتون کې چې تېره ورځ شنبه پایته ورسېده، ۱۹ هېوادونو ګډون کړی وو.

د یادونې ده چې دا دویم ځل دی د هېواد د غالیو تولیدونکي او صادرونکي شرکتونه د استانبول په دویم دوموتکس نړۍوال نندارتون کې ګډون کوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام