د ریاستالوزرا د اقتصادي معاونیت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې ملاعبدالغني برادر د نن یکشنبه، کب پنځمه، په اوزبیکستا کې مېشت یوشمیر افغان پانګوالو او سوداګرو سره لیدلي دي.
په دې لیدنه کې برادر له افغان سوداګرو غوښتنه کړې چې په افغانستان کې په انرژۍ، کانونو، کرنې، ټرانسپورټ، زیربناوو، مخابراتو، ټیکنالوژۍ او روغتیا برخو کې پانګونه وکړي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
په دې غونډه کې، ملا برادر افغان سوداګرو او پانګوالو ته ډاډ ورکړ چې په افغانستان کې د پانګونې لپاره ټول اړین شرایط او اسانتیاوې برابرې شوې دي.
د خپرې شوي خبرپاڼې په یوه برخه کې د ملا عبدالغني برادر له قوله ویل شوي: «موږ غواړو ستاسو د پانګونې لپاره نور فرصتونه هم برابر کړو ترڅو تاسو وکولی شئ د صنعتي تولید، کرنې، ټرانزیټ او اقتصادي سکتورونو پراختیا لپاره خپله پانګه او تجربه وکاروئ.” “اسلامي امارت د خصوصي سکتور ملاتړ ته ژمن دی او د دې هدف لپاره یې د سوداګرۍ او پانګونې پروسه اسانه کړې، مالیې سیسټم یې ساده کړی او د سوداګرو او پانګوالو د ټولو حقونو تضمین ته ژمن دی.»
په اوزبیکستان کې افغان پانګوالو او سوداګرو د یادې غونډې پرمهال ویلي چې هر یو یې هېواد کې د لسو څخه تر سل میلیونه ډالره پانګونې ته چمتو دي.
ملا عبدالغني برادر او ورسره مل پلاوي د اوزبیکستان د سفر په ترڅ کې د دغه هېواد له لومړي وزیر او مرستیال سره يې هم ولیدل چې د سالنګ د دوهم تونل د جوړولو او د ازبکستاني بانکونو د لارې نورو هیوادونو ته د افغانستان د مالي لیږد لپاره یې د یاد هېواد د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د افغانستان بانک ویاند حسیب نوري وايي، د دې بانک مشر دا خبره د دې سفر په جریان کې د اوزبیکستان د مرکزي بانک له مشر سره په یوه غونډه کې کړې.
هغه وویل: «د افغانستان بانک رئیس د اوزبیکستان د مرکزي بانک له رییس سره وکتل او د بانکي همکارۍ پراختیا، د بانکي لیږد اسانتیا، د ملي اسعارو واحدونو کارولو او د تادیاتو سیسټمونو د اتصال په اړه بحث وکړ. د دې سفر په جریان کې، ښاغلي نوراحمد آغا د سوداګرۍ لپاره د بانکي اړیکو پراختیا مهمه وبلله او اوزبیک لوري په دې برخه کې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.»
له بلخوا، اوزبیکستان ویلي چې د دواړو هېوادونو په سرحدي نقطو کې د ګډو سوداګریزو زونونو جوړولو ته چمتو دی.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی خان جان الکوزی وايي، که د افغانستان د پیسو لېږد، د اوزبیکستان د بانکونو له لارې وشي، دا کولی شي په اوسني وضعیت کې د افغان سوداګرو او پانګوالو لپاره اړینې اسانتیاوې برابرې کړي.
هغه وویل: «د دې هېواد بانکونه مرکزي اسیا او روسیې ته د پیسو لېږد کې مرسته وکړي؛ د پلور برخه ک همکاري کولای شي او اسانتیاوې به رامنځته کړي؛ بلخوا اوزبیکستان لېواله دي چې د سالنګ دویم تونل جوړ کړي، ښه اقدام دی.»
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر پرون د یو لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ د ازبکستان پلازمینې تاشکند ته په دوه ورځني رسمي سفر لاړ او نن ماسپښین بیرته هیواد ته راستون شو.
د دې سفر موخې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او ټرانزیټ اړیکو پراختیا او په افغانستان کې په بیلابیلو سکتورونو کې د ازبک پانګوالو جذبول بلل شوي دي.