د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي تېره ورځ (چهارشنبه، جوزا ۷مه) د آستانه فورم کې د ګډون په موخه د یوه پلاوي په مشرۍ قزاقستان ته سفر وکړ.
ټاکل شوې هغه دغه غونډه کې د پانګونې په فرصتونو او د افغانستان په اقتصادي پرمختګ خبرې وکړي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي چې نورالدین عزیزي سره دغه سفر کې د ټولګټو چارو وزارت د اوسپنې پټلۍ مرستیال مولوي محمداسحاق صاحبزاده او د اماراتي شرکتونو د مشرتابه پلاوي رییس مولوي احمدجان بلال ملتیا کوي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د آستانه فورم یوه مهم نړیواله غونډه ده چې د نړیوال اقتصاد، اقليمي بدلونونو، نړیوال امنیت، تلپاتې پراختیا او سیمه ییزو همکاریو په څېر د موضوعاتو ارزولو په موخه ترسره کیږي.
دغه غونډه کې د هېوادونو مشران، د نړیوالو سازمانونو استازي او د نړۍ له مختلفو سیمو پوهان ګډون کوي.