Asset 1SWN

کندهار او هلمند کې په ورځنۍ کچه شاوخوا «١٥٠زره» لیټره شیدې تولیدېږي

1-1-qtlslsdlw2zo1bpf0l3jai1xwcyrorvd7znz1qgpl4

کندهار او  هلمند کې دغواګانو له خصوصي  فارمونو څخه  هره ورځ ١٥٠زره لیټره شیدې را ټولېږي چې له ډلې یې، ١٢٠زره لیټره په کندهار او  ٣٠زره لیټره هم هلمند کې تولیدېږي.

د دواړو ولایتونو محلي مسوولان وايي چې یاد ولایتونه د تازه شیدو له اړخه پر ځان‌بسیا شوې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دوی همداراز ډاډ ورکوي د شته فارمونو معیاري بڼې ته اړولو برخه کې ګړندۍ هڅې روانې دي، څو د دواړو ولایتونو فارم‌لرونکي عصري فارم‌دارۍ ته مخه کړي.

د کندهار د کرنې ریاست د حیواني روغتیا عمومي مدیر ډاکټر عتیق وویل: «کندهار کې ۹۵۰ د غواګانو فارمونه فعالیت کې زموږ د تخمیني ارقامو له مخې، کندهار کې تقریباً یو لک او ۲۰زره لېټره شیدې را ټولېږي.»

د هلمند کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د مالدارۍ مدیر  انجینیر شاه محمد وویل: «هلمند کې په ورځني ډول له ۳۰ څخه تر ۳۲ زره لېټره شیدې  یعني له ۳۰ څخه تر ۳۲ ټنه پوري په ورځني ډول را ټولیږي دا شیدې هلمند کې له شته فارمونو او هغه کسانو څخه راټولیږي چي په کور کې شیرې غواګاني لري.»

د عامه پوهاوي ټیټوالی، د تازو شیدو ټيټه بیه او له بهر څخه په پراخه کچه د وچو پوډري شیدو واردات هغه ښکاره ننګونې دي چي مسقیم اقتصادي زیان یې دشیدو ورکونکو غواګانو فارم لرونکو ته رسیږي .

ډاکټر حکمت‌الله همت او عبدالخالق د هلمند مرکز لښکرګاه ښار بولان سیمه کې په یو ګډ فارم شاوخوا «اووه میلونه افغانۍ» پاګونه کړې. حکمت‌الله همت سلام‌وطندار ته وویل: «ستونزې مو د فارمونو  برخه کې د عامه پوهاوي ټيټوالی او  د محصولاتو سوړ بازار او ټیټه بیه ده  تیر کال موږ څلور نیمي کیلو شیدې په یو نیم سل افغانیو پلورلې سږ کال په یو سل او شل افغانۍ دي.»

عبدالخالق هم وویل: «پدې فارم کې ۱۷ غټي غواګانې دي او ۷  سوخندران دي، زموږ ستونزي دا چي د شیدو بازار کښته دی موږ چي کومي شیدې بازار ته وړو بیرته دغواګانو سانته نشوکولای.»

کندهار  کې د ملکو په نوم یو خصوصې شرکت توانیدلی چې له هلمند او کندهار څخه هره ورځ شاوخوا ٥٠زره لیټره شېدې راټولوي او ٣٦ ډوله لبني توکي ترې تولیدوي. د دغه شرکت مسوولان ډاډ ورکوي چي له لویو او وړو فارم لرونکو څخه تازه شیدې په مناسبه بیه  اخلي.

د یاد شرکت مسوولان زیاتوي، په ورځني ډول شاوخوا پنځه زره څاروي لرونکي مالداران یادې تولیدي کمپنۍ ته د پیرولو تازه شیدې وروړي.

د دې شرکت د تازه شیدو راټولولو مسوول جلال‌احمد جلال وویل: «موږ د ورځې پنځوس زره لېټره شیدې د کندهار او هلمند ولایتونو څخه راټولوو ، تقربیاً شاوخوا پنځه زره مالداران موږ دیوې کیلو څخه نیولې بیا  تر زر کیلو پوري موږ ته شیدې راوړي.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

کندهار او هلمند کې اوس د غواګانو ۱۰۳۰ فارمونه فعال دي چې فارم‌‌لرونکي یې، د شیدو بیو له ټیټوالي شکایت لري. باور دا دی که له بهره د راوړونکو شیدو او وارداتو پرځای کورنیو تولیداتو ته اړینه زمینه برابره شي، د کورنیو د اقتصادي ستونزو د حل تر څنګ نور هېوادوال هم هڅیږي چې دغه کاروبار ته مخه کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام