Asset 1SWN

سلام وطندار

د عبدالکبیر او رونیکا لیدنه؛ د افغانستان او اروپايي ټولنې پر اړیکو ټينګار شوی

Gb8itBdaMAAZuMf

 د رییس‌الورزا سیاسي مرستیال او د اروپايي ټولنې شارژدافیرې د افغانستان او اروپايي ټولنې د اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار کړی.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې د سفارت شارژدافیرې رونیکا بوسویک‌پوهار د ریاست‌الوزرا له سیاسي مرستیال محمدعبدالکبیر سره په لیدنه کې د افغانستان او اروپايي ټولنې د اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د سرپرست حکومت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت سلام‌وطندار ته وویل، د اروپايي ټولنې شارژدافیرې د ریاست‌الوزرا له سیاسي مرستیال محمدعبدالکبیر سره کتنه کې پر دوه اړخیزو اړیکو د ټینګار ترڅنګ، له افغانستان سره بېلابېلو برخو کې د مرستو د دوام ډاډ ورکړی.

فطرت وویل: «افغانستان کې د اروپايي ټولنې شارژدافیرې د اسلامي امارت او اروپايي ټولنې پر اړیکو ټينګار کړی او زیاته کړې یې ده چې اروپا هڅه کوي، څو خپل فعالیتونه په اغېزمنه توګه ترسره کړي.»

د ریاست‌الوزرا سیاسي مرستیال محمدعبدالکبیر دغه کتنه کې ډاډ ورکړی چې سرپرست حکومت د افغانستان په تړاو د نړۍ ټولو اندېښنو ته رسېدنه کړې.

د چارو یوشمېر کارپوهان په دې باور دي چې د اغېزمنو هېوادونو له استازیو سره هر ډول ناستې او خبرې کولای شي، افغانستان ته له اوسني سیاسي کړکېچ څخه د وتلو زمینه برابره کړي.

د سیاسي چارو کارپوه عزیز ستانکزي سلام‌وطندار ته وویل: «دغه ډول خبرې او ناستې راتلونکې کې هېوادونو په ځانګړې توګه اروپايي ټولنې سره د تعاملاتو لپاره ګټور تمامېدای شي او نورو تعاملاتو ته لاره هواروي.»

یوشمېر کارپوهان بیا د نړۍ هېوادونه په ځانګړې توګه اروپايي ټولنه او لوېدیځ د افغانستان په اړه پر دوه‌ګوني سیاست تورنوي او ټینګار کوي چې د افغانستان په تړاو د دغو هېوادونو د روښانه تګ‌لارې او دریځ نشتوالی، افغانستان کې د سیاسي کړکېچ د دوام لامل شوی.

د نړیوالو اړیکو کارپوه ولي فروزان وویل: «یادو هېوادونو له یوه لوري افغانستان باندې بندیزونه لګولي او له بل لوري مرسته کوي او یا هم له ریچارډ بنټ په څېر خلک خپل راپور کې د طالبانو کړنې غندي او بیا راځي د تعامل پر ټينګښت ټينګار کوي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

اروپایي ټولنې په تېرو درېوو کلونو کې د سرپرست حکومت په رسمیت نه‌پېژندلو سربېره، افغانستان کې خپل سفارت فعال ساتلی او خپلو بشري مرستو ته یې دوام ورکړی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام