Asset 1SWN

عبدالسلام حنفي: ګاونډیو هېوادونو کې د افغانانو د وضعیت څارنه کوو

1000156848

د رییس‌الوزرا اداري مرستيال عبدالسلام حنفي، کندهار ته د خپل سفر پرمهال ویلي چې سرپرست حکومت بېرته راستنېدونکو ته سرپناه برابروي او د دوی ستونزو ته به رسېدنه وکړي.

نوموړي د کندهار د دامان ولسوالي په هغه ښارګوټي کې چې د بېرته راستنو شویو لپاره جوړ شوی، د لیدنې پرمهال وویل: «اسلامي امارت د هغو افغانانو ستونزو ته جدي پاملرنه کوي چې له نورو هېوادونو راستانه شوي دي. موږ نه یوازې کورني امکانات ورته برابر کړي، بلکې په ګاونډیو هېوادونو کې د افغانانو د وضعیت څارنه هم کوو.»

بل‌خوا، د ښار او کور جوړولو وزارت سرپرست حمدالله نعماني بیا دې مراسمو ته وویل چې د بېرته راستنېدونکو لپاره د ښارګوټو د جوړېدو بهیر د هېواد په سطحه روان دی.

هغه وویل: «موږ ژمن یوو چې ټولو راستانه شووته به د سرپنا لپاره مناسبه ځمکه او اسانتیاوې برابرې کړو، دا چاره به په تدریجي ډول عملي شي.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


همداراز یوشمېر راستانه شوي هم د سرپرست حکومت له‌خوا د سرپنا برابرولو بهیر ستایي. عبدالصمد چې له کډوالۍ راستون شوی، وایي: «موږ د اسلامي امارت له‌خوا د ځمکې د ورکړې له بهیره خوښ یو. دا کار موږ ته د بیا ژوند پیلولو هیله راکوي.»

د مسوولانو په وینا، د کډوالو ستنېدنې له پیل سره، په هېواد کې د ښارګوټو جوړولو لړۍ پراخه شوې او تمه ده چې ټولو راستانه شوو ته به په خپل وخت سرپنا ورکړل شي.

سرپرست حکومت مسوولان همداراز وایي، د بېرته راستنېدونکو د بیامېشتېدو لپاره یې د ښارګوټو جوړولو پراخ بهیر پیل کړی او ټولو راستانه شوو ته به د سرپنا اسانتیاوې برابروي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام