Asset 1SWN

سلام وطندار

عبدالطيف منصور: د اوسني نظام ساتنه د ټولو ګډ مسووليت دی

20250919_114354

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست عبدالطيف منصور وايي چې اوسنی نظام د خلکو پر قربانيو منځته راغلی او د ساتنې لپاره يې هم بايد خلک ودرېږي.

هغه دغه څرګندونې تېره ورځ جمعه، وږي ۲۷مه، د پکتيا په سيدکرم ولسوالي کې د هغو کورنيو له غړیو سره وکړې چې غړي يې په تېرو شلو کلونو کې د اسلامي امارت په ليکو کې له لاسه ورکړي وو.

منصور زياته کړه چې خلکو قرباني د يوه اسلامي حکومت لپاره ورکړې وې، اوس په بشپړ ډول يو اسلامي حکومت رامنځته شوی دی. هغه د قربانيانو له کورنيو سره ژمنه وکړه چې هېڅکله به د هغوی له وينو او ارمانونو سره لوبې ونه‌کړي.

عبدالطيف منصور په ياده غونډه کې د غزې پر مسلمانانو روان ظلم هم وغانده او وويل چې د غزې د خلکو ملاتړ پر ټولو مسلمانانو فرض عين دی.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د يادې غونډې یوه جوړونکي مولوي هلال پکتياوال وويل چې موخه يې د خپلو قرباني شويو ملګرو ياد تازه کول او د هغوی د کورنيو لاسنيوی دی.
نوموړي زیاته کړه چې د قرباني شويو کسانو د يتمانو د تعليم او نورو برخو کې به پوره لاسنيوی کوي.

په ورته وخت کې د قرباني شويو کسانو د کورنۍ يوه غړي عبدالرحمن له حکومتي مسوولانو غوښتنه وکړه چې د ټولو یتیمانو د ساتنې، پالنې او تعلیم لپاره دې ځانګړې پاملرنه وکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام