Asset 1SWN

عبدالغني برادر د «ترمذ نړیوال سوداګریز مرکز» په پرانېسته کې د ګډون لپاره اوزبکستان ته تللی

Trip-to-Tirmaz-11-qtb57nocjkwx6c2jrjerqf5pvxwsbodaxsbuqz0qyw (1)

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر د «ترمذ نړیوال سوداګریز مرکز» د پرانېستې په مراسمو کې د ګډون په موخه اوزبکستان ته تللی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت پر خپلې اېکس‌پاڼې یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې برادر نن سهار (د وږي اتمه، پنجشنبه) د یوه لوړپوړي پلاوي په مشري ترمذ ښار ته تللی دی.

د خبرپاڼې له مخې، ټاکل شوې د ترمذ نړیوال سوداګریز مرکز نن د عبدالغني برادر، د اوزبکستان د لومړي وزیر، د اذربایجان د لومړي وزیر مرستیال او د قزاقستان او قرغېزستان د لوړپوړو چارواکو په ګډون پرانېستل شي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

اوزبکستان چې د افغانستان ګاونډی هېواد دی، له ا.ا سره ښې سیاسي او سوداګریزې اړیکې لري او د دغه هېواد لوړپوړي چارواکي په تېرو درېوو کلونو کې څو ځله افغانستان ته راغلي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام