Asset 1SWN

سلام وطندار

عبدالغني برادر: بانکي محدودیتونو د نړیوالې پانګې پر راجلبولو منفي اغېز کړی

برادر- ملا- عبدالغني

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر له نړیوالې ټولنې او نړيوالو بنسټونو غوښتنه وکړه چې د افغانستان پر وړاندې د بانکي او مالي محدودیتونو لړۍ پای ته ورسوي.

هغه نن (شنبه، وږي لسمه) د «د افغانستان د برښنا سکتور کې د پانګونې جذب او ملاتړ» په کنفرانس کې وویل چې دا محدودیتونه د بهرنیو پانګو  د جلب پر بهیر منفي اغېز کړی دی.

برادر څرګنده کړه چې افغانستان د اوبو، باد او لمریزې انرژۍ په څېر پراخې سرچینې لري چې په وینا یې، که په سمه توګه وکارول شي، هېواد به د برښنا په تولید کې ځان‌بسیا کړي او د انرژۍ صادراتو لپاره به هم زمینه برابره کړي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


دغه غونډه د اسلامي امارت د کابینې غړو، د اوزبیکستان او ترکمنستان د انرژۍ وزیرانو، د ځینو هېوادونو استازو، د ملګروملتونو، نړیوال بانک، د اسیايي پراختیا بانک، سفارتونو، د کورني او بهرني خصوصي سکتور مسؤلینو، غیردولتي موسسو او د تجدیدپذیر انرژۍ بنسټونو په ګډون، نن  په کابل کې جوړه شوې وه.

د غونډې اصلي موخې د برښنا سکتور ظرفیتونه او د پانګونې فرصتونه معرفي کول، دوامداره پانګوال جذبول، د ستونزو پېژندنه او عملي حل لارې وړاندې کول، د سکتور تخنیکي پوهه لوړول، د دولتي، خصوصي او نړیوالو بنسټونو ترمنځ همغږي پیاوړې کول، او د برښنا سیمه‌ییز اتصال لپاره زمینه برابرول، بلل شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام