Asset 1SWN

عبدالباري عمر: غواړو د هېواد برښنا ۲۴ ساعته کړو

عبدالباري عمر

د برښنا شرکت رییس عبدالباري عمر وايي، دغه شرکت پلان لري چې د هېواد برښنا ۲۴ ساعته کړي. نوموړي دغه څرګندونې د نورالجهاد سب‌سټېشن د پرانېست‌غونډې پرمهال کړې دي.

هغه په دې غونډه کې وویل: «زموږ پلان دا دی چې شمال، سوېل، ختیځ او لوېدیځ د برښنا په تارونو او ځنځیرونو سره وپېیو او د هېواد برښنا ۲۴ ساعته کړو. موږ ته د هېواد صنعتي پارکونه د برښنا څخه برخمن کول لومړیتوب لري.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د برښنا شرکت رییس داسې مهال هېواد کې د ۲۴ساعته برښنا خبره کوي چې دا مهال د کابل په ګډون، ولایتونه هم په یوه شپه او ورځ کې څو ساعته برښنا نه‌لري.

په ورته مهال  عبدالباري عمر یاده غونډه کې دا هم وویل چې له «هېچا خیرات نه‌غواړي» او په وینا یې، تل یې، پر پانګوالو غږ کړی، څو هېواد کې له رامنځته شوي فرصت او امنیت ګټه واخلي.

عبدالباري عمر همداراز وویل چې صنعت‌کارانو ته د برښنا برخه کې اسانتیاوې رامنځته شوي او هغه برښنا چې دوی ته په کومه بیه تمامېږي، صنعت‌کارانو ته یې، په هماغه بیه ورکوي.

د افغانستان برښنا شرکت د نوموړي له قوله پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي: « افغانستان د نړۍ یوه برخه او د آسیا زړه دی، موږ له هېچا خیرات نه غواړو او تل مو پر پانګوالو غږ کړی، ښه زمینه مساعده ده، راځئ استفاده ترې وکړئ، دلته ښه شفافیت دی، ښه امنیت دی، دلته مشر او کشر ټول خادمین دي، تر څو موږ اقتصادي ناورین څخه را ووزو، موږ غواړو د ښه حکومتولۍ ترڅنګ د پیاوړي او پرمختللي اقتصاد څخه هم برخمن شو.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

عبدالباري عمر همداراز ټينګار وکړ چې برښنا شرکت تر خپله حده خلکو ته د برښنا برابرولو کې کار کړي او په وینا یې، هڅې روانې دي چې د شته سرچینو څخه په ګټې‌‌اخیستنې خلکو ته برښنا برابره کړو.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام