د فلسطین د خپلواکې ادارې مشر محمودعباس د ملګروملتونو په عمومي اسامبلۍ کې د وینا پرمهال ویلي چې د حماس د ۲۰۲۳کال د اکتوبر د اوومې، بریدونه «د منلو نهدي» او دا ډله د فلسطین د خلکو استازیتوب نهشي کولای.
عباس ټینګار وکړ چې غزه د فلسطین نهجلاکېدونکې برخه ده او د فلسطین خپلواکې ادارې حکومت چمتو دی چې د دې سیمې د اداره کولو مسوولیت پر غاړه واخلي.
هغه څرګنده کړه: «حماس به د غزې د راتلونکي په اداره کې هېڅ رول ونهلري» او له دې ډلې یې وغوښتل چې وسلې پر ځمکه کېږدي.
د فلسطین د مشر په وینا، فلسطینیان یو وسلهوال دولت نه غواړي، بلکې داسې خپلواک هېواد غواړي چې د اسراییل ترڅنګ په سولې کې ګډ ژوند وکړي.
عباس زیاته کړه چې فلسطیني مشرتابه له ۱۹۹۳ کال د «اُسلو تړون» له لاسلیک وروسته، د متقابل پېژندنې پر اصل ولاړ پاتې شوی، خو له زر زیات د ملګروملتونو پرېکړهلیکونه چې د فلسطین په اړه صادر شوي، تراوسه نهدي پلي شوي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نوموړي خبرداری ورکړ چې د غزې تړانګه د داسې «نسلوژنې» شاهد ده چې نوم به یې د تاریخ په کتابونو کې ثبت شي. هغه د «لوی اسراییل» د پروژې مخالفت هم څرګند کړ او ویې ویل چې د اسراییل حکومت لاهم د لویدیځې غاړې د پراختیا غوښتونکو سیاستونو ته دوام ورکوي او هڅه کوي د قدس ختیځ د چاپېریال سره اړیکه پرې کړي.
عباس وویل چې د فلسطین ولس له «نکبت» راهیسې د وژنو، نیونو او ښارګوټیز جوړښتونو لاندې ژوند کوي او د اسراییلي مېشتځای کوونکو له لوري د فلسطینیانو پر وړاندې د تاوتریخوالي زیاتېدو په اړه یې جدي اندېښنه څرګنده کړه.