د ایران د بهرنیوچارو وزیر عباس عراقچي خبرداری ورکړی چې د امریکا او اسراییلو د بیابریدونو کلک ځواب به ورکړي.
هغه خبرداری ورکړی چې د امریکا او اسراییلو د بریدونو تکرار به د دوی له پرېکنده ځواب سره مخ شي.
نوموړي پر خپله اېکسپاڼه لیکلي: «که تېری تکرار شي، له شک پرته به په قوت او ځواک سره ځواب ورکړو. که زموږ د اټومي پروکرام په اړه اندېښنې چې بابد دغه پروګرام ملکي شي، نو پوځي تګلارې ثابته کړې چې کار نهورکوي، خو ډيپلوماټیکې خبرې ښايي، ګټورې وي.»
د ایران بهرنیوچارو وزیر دغه څرګندونې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هغو څرګندونو په غبرګون کې کړي چې هغه یوځل بیا د ایران د اټومي وسلو د تاسیساتو لهمنځه وړو په اړه خبرداری ورکړی دی.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
ټرمپ سکاټلنډ ته د خپل سفر پرمهال وویل: «موږ د هغوی «ایران» اټومي تاسیسات لهمنځه یوړل، دوی کولای شي چې بېرته یې پیل کړي؛ خو که دا کار وکړي، موږ به یې، د سترګو په رپ کې لهمنځه یوسوو.»
اسراییل د روان کال په جون میاشت کې د ایران پروړاندې خپل هوايي بریدونه پیل کړل چې موخه یې، د یاد هېواد د اټومي وسلو د تاسیساتو لهمنځه وړل وو. د یاو بریدونو په ځواب کې ایران هم پر اسراییلو توغندیز بریدونه وکړل چې وروسته بیا امریکا هم په دې بریدونو کې ځان شریک کړ.