د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي، د افغانستان له خلکو او حکومت مننه کوي چې د امریکا او اسراییل بریدونه یې غندلي او د ایران له حکومت او خلکو سره خواخوږي او ملاتړ څرګند کړی.
هغه تېره شپه پر اېکسپاڼه لیکلي: «د روژې په دې مبارکه میاشت کې، د افغانستان له حکومت او خلکو د زړه له تله مننه کوم چې د امریکا او اسراییلو یرغل یې وغانده.»
ده زیاته کړې چې د اسراییل او امریکا پر وړاندې په استقامت سره ولاړ دي.
نوموړي همدارنګه هیله ښوولې چې افغانستان کې هم تلپاتې سوله او ارامي تامین شي.