د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي له افغانستان او پاکستانه غوښتي چې شته ستونزې او اختلافات د خبرو له لارې حل کړي.
نوموړي ویلي، ایران د دواړه خواوو ترمنځ د خبرو اسانتیا او د تفاهم پیاوړتیا لپاره هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.
عباس عراقچي پر اېکسپاڼه لیکلي، د روژې مبارکه میاشت کې چې په اسلامي نړۍ کې د زغم او پیوستون د پیاوړتیا میاشت بلل کېږي، د افغانستان او پاکستان لپاره مناسبه ده چې د ښه ګاونډیتوب په چوکاټ کې او د خبرو له لارې شته اختلافات حل کړي.
د اسلامي امارت ځواکونو تېره شپه د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د پاکستاني ځواکونو پر پوستو غچ اخیستونکي بریدونه وکړل چې دغو عملیاتو کې دواړو لورو ته مرګژوبله اوښتې.
د اسلامي امارت د دفاع وزارت ویلي چې ۵۵ پاکستاني ځواکونه یې وژلي او همدارنګه د اسلامي امارت ۸ سرتیري شهیدان شوي دي.