Asset 1SWN

سلام وطندار

امیرخان متقي د چین له ځانګړي استازي سره کتلي

GdNEZgGWQAAXezy

د بهرنیوچارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د چین له ځانګړي استازي یوشیایو یونګ سره لیدلي دي.

د یاد وزارت د ویاند مرستیال ضیااحمد تکل پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې دواړو لوریو د افغانستان او چین پر دوه اړخیزو اړیکو، اقتصادي همکاریو او نورو موضوعاتو په تړاو خبرې کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د تکل همداراز لیکلي چې د بهرنیوچارو وزارت سرپرست امیرخان متقي په دغه لیدنه کې د چین او افغانستان اړیکې مثبتې وبللې او په وینا یې، د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزه راکړه ورکړه د ستایلو وړ ده.

هغه لیکلي: «د بهرنیو چارو وزیر د چین ولسي جمهوریت سره د افغانستان اسلامي امارت اړیکې مثبتې وګڼلې او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې په سوداګریزه برخه کې پرمختګونه د ستاینې وړ وبلل. د چین ځانګړي استازي په خپل وار د دواړو هېوادونه ترمنځ دوو اړخیزو اړیکو کې پرمختګونه مثبت وګڼل او زیاته یې کړه چې هېواد یې د افغانانو ارزښتونو او انتخابونو ته درناوی لري.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په ورته مهال د چین ځانګړي استازي له متقي سره په لیدنه کې ویلي چې د افغنستان ګاونډیو هېوادونو د بهرنیوچارو وزیرانو په ناسته کې به امیرخان متقي ته هم د ګډون بلنه ورکړل شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام