Asset 1SWN

سلام وطندار

ننګرهار کې یو ځوان د مور او پلار تر وژلو وروسته ځان وژلی

ننګرهار

د ننګرهار امنیتي مسؤلان وایي، دغه ولایت کې یوه کس تېره ورځ جمعه ماښام لومړی خپل مور او پلار د چاقو په وسیله وژلي او وروسته یې خپل ځان هم وژلی دی.

د ننګرهار د امنیې قومنداني ویاند سید طیب حماد نن (شنبه، جوزا ۱۰مه) وویل، پېښه د جلال‌اباد ښار د پنځمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې شوې ده.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د هغه په وینا، د پېښې لامل نه دی مالوم، خو په تړاو یې څېړنې پیل شوي دي.

د یادونې ده چې د کورنیو ترمنځ د وژنو او تاوتریخوالي پېښې وخت ناوخته ولایتونو کې رامنځ ته کیږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام