Asset 1SWN

بلخ کې یوه ځوان په خپل نوښت د لوړپوړو ودانیو بڼه بدله کړې

WhatsApp Image 2025-02-19 at 10.44.34 AM

بلخ کې یوه ځوان د ژوند له ناخوالو او شته ستونزو سره سره خپلو هڅو دوام ورکړ او د هغه ښار بڼه یې، بدله کړه چې دی په‌کې ژوند کوي.

۲۵کلن عاقل شاه بختیار له کوچنیوالي څخه د ودانیو او انجینیري پروژو سره لېوالتیا درلوده. هغه ته انجینیري یو مسلک نه‌، بلکې یوه هیله وه. نوموړي خپلو دې هیلو ته د رسېدو لپاره د بلخ پوهنتون له انجینیري پوهنځي د فراغت سند ترلاسه کړ، خو نه‌یې غوښتل چې یوازې انجینیر پاتې شي.

هغه غوښتل چې ستر کارونه وکړي، کورنۍ یې ترڅنګ ولاړه وه او عاقل شاه پرېکړه وکړه چې د ودانیزو چارو شرکت جوړ کړي. نوموړي دغه شرکت په ۷۰زره افغانۍ جوړ کړ.

هغه وویل: «د شرکت د جوړولو انګېزه مې د ښوونځي دورې ته ورګرځي، غوښتل مې انجینیر شم او شرکت جوړ کړم، د کورنۍ په ملاتړ مې زده‌کړې وکړې او د زده‌کړو له بشپړېدو وروسته مې ودانیز شرکت جوړ کړ. د دې لپاره مې دا رشته وټاکله چې هېواد مو ودانولو ته اړتیا لري.»

د نوښتونو او درې بعدي طرحو په مرسته نوموړي ودانیو ته نوې بڼه ورکړه. دې طرحې نه‌یوازې د سوداګرو پام ځانته ورواړه، بلکې د یوه نوي ښار لیدلوری یې هم خلکو ته ور وښود. که څه هم د نوموړي د کار یوازې یو کال کېږي، خو  دی په‌کې بریالی دی او اوس ورسره شاوخوا ۴۲ کسان هم کار کوي.

هغه وویل: «شرکت ته مې چې بودیجه په پام کې نیولې وه، ۷۰زره افغانۍ وه او نږدې یو کال مخکې مې جوړ کړ چې دې موده کې شرکت نوې طرحې جوړې کړې. لس تر دولس مسلکي کسان لرو او نامسلکي کسان هم ۳۰ دي.»

که څه هم دې برخه کې حکومت له نوموړي سره هېڅ راز مرسته نه‌ده کړې، خو عاقل شاه وايي، خوښ دی چې هڅو یې، د مزارشریف ښار بڼه بدله کړه. د نوموړي په باور ټولنه کې اغېزمن کېدل، له بنسټونو ملاتړ ترلاسه کول نه‌ دي، بلکې په خپل لاس یوه نړۍ رامنځته کول دي.

هغه وویل: «د دې شرکت په پرمختګ او تاسیس کې موږ د حکومتي چارواکو څخه هېڅ ملاتړ نه درلود. پدې برخه کې زما یوازینۍ هڅوونکی زما کورنۍ ده. د شرکت له جوړېدو وروسته، نه یوازې په شرکت کې بلکې په هغو ځایونو کې هم بدلونونه راغلي دي چې موږ یې پروژه پلي کړې چې ښارونو ته یې ښه بڼه ورکړې ده. زموږ هېواد د زیربناوو جوړولو ته اړتیا لري، څو موږ غوره ښارونه جوړ کړو او په تدریجي ډول له نورو هېوادونو سره سیالي وکړو.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


عاقل شاه نه‌ یوازې نوښتګرې طرحې پلې کوي، بلکې د ودانیو امنیتي او معیاري چارو ته هم پام لري. هغه باوري دی چې ډېری لوړپوړې ودانۍ د خوندیتابه چارو ته له پام پرته رغول کېږي او دا چاره به راتلونکې کې خلکو ته ګڼې ستونزې جوړې کړې.

هغه وویل: «له حکومت غواړو چې په خپل سري توګه د رغولو او ودانیو جوړولو مخه ونیسي. ډېری پروژې سوداګریزه بڼه لري او هېڅ د خوندیتابه ته پکې پام نه کېږي.»

د اقتصادي چارو کارپوهان ټيڼګار کوي چې کوچني کاروبارونه کولای شي چې بېلابېلو برخو کې د ودې او سیالیو لامل شي او دا طرحه به د اقتصادي خوځښت  لامل شي.

د اقتصادي چارو کارپوه حنیف فرزان وویل: «کوچني کاروبارونه د اقتصادي پرمختګ تر شا د محرک ځواک په توګه ګڼل کیږي، ځکه چې دوی په څلورو برخو کې د اقتصادي پرمختګ لپاره د پام وړ مرسته کوي، نوښت، ټیکنالوژیکي بدلون، د صنعت تحرک، د کار پیدا کول او د عاید تولید. له بل‌خوا، دوی ګټور دي، ځکه چې دوی د لویو کاروبارونو په پرتله په لږ پانګې سره جوړ شوي او د بشري سرچینو لویه برخه په کار ګماري، کوم چې د اقتصادي پرمختګ په ترلاسه کولو کې بنسټیز رول لوبوي.»

د کار او ټولنیزو چارو وزارت مسوولانو سلام‌وطندار ته ویلي چې یاد وزارت تراوسه له هغو ځوانانو چې کوچني کاروبارونه لري، د ملاتړ لپاره یې، پروګرامونه نه‌لري.

د یادونې وړ ده چې هېواد کې وزګارتیا او بې‌وزلي د ځوانانو له مهمو سونزو دي او  د کوچنیو کاروبارونو پیل به له دې ستونزې سره د مقابلې تر ټولو غوره لار وي، څو ځوانان مالي خپلواکي ته ورسېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام