Asset 1SWN

سلام وطندار

بلخ کې یوه ځوان قران‌کریم له پښتو ژباړې سره په لاس لیکلی

Untitled-1

په بلخ ولایت کې یوه ځوان د دوو کلونو په موده کې د قران‌کریم یوه بشپړه نسخه له پښتو ژباړې سره، په لاس لیکلې.

حامد امین‌یار چې د بلخ ولایت د حیرتان تجارتي ښارګوټي اوسېدونکی دی، وایي چې له قران‌کریم سره د مینې او خوشنویسۍ هنر ته د لېوالتیا له امله یې دغه کار کړی.

یاد ځوان وایي، هغه ژباړه چې په دې نسخه کې ترې ګټه اخیستل شوې، د نامتو افغان عالم ارواښاد قیام‌الدین کشاف اثر دی.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


امین‌یار له ځایي مسوولانو غوښتنه کوي چې د هغو ځوانانو د ملاتړ لپاره چې نوښتګر کارونه کوي، اسانتیاوې او ملاتړیز پروګرامونه برابر کړي.

په همدې حال کې، د بلخ ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولان د داسې خلاقو ځوانانو هرکلی کوي او ډاډ ورکوي چې د قراني پروګرامونو د پیاوړتیا لپاره به هڅې زیاتې کړي.

دا لومړی ځل نه دی چې حامد امین‌یار قرآن‌کریم په لاس لیکي، نوموړي تر دې وړاندې هم د قران‌کریم دوه نورې نسخې په لاس ترتیب کړي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام